کرینه کپور د لومړی ځل لپاره د عرفان سره په یو فلم کې راښکاره کیږي

د هندی سینما د ځانګړی سبک څښتن اداکار عرفان خان د دغې سینما د ښکلې اداکارې کرینه کپور سره په یوه فلم کې راښکاره کیږی.

د اردو نیوز خبرې ویپاڼې د خبر له مخې دوی دواړه به ډېر په یوه فلم سره جوړه راښکاره شی.

د بالیوډ دغه مشهور اداکار عرفان خان لا ډېر وخت نه کیږی چې له وژونکی سرطان ناروغۍ بېرته راګرځېدلی.

درې ورځې وړاندې د نوموړی تصویرونه په هوائی میدان کې لیدل شوی وه چې مخ یې پټ کړی او له امریکا څخه بېرته خپل هېواد هند ته ستون شوی.

دی له ډېر وخت راهیسی د وژونکی ناروغۍ سرطان سره په مبارزه کې وه او په امریکا کې په درملنه بوخت و.

اوس رپوټونه وایي، چې نوموړی رک روغ دی او هېواد ته په راستنېدو سره به خپل هنر ته مخه کړی.

دغه فلم ستوری د ځانګړی سبک څښتن دی او ډېر مینوال هم لری.

د رپوټونه له مخې اداکار عرفان خان ډېر د کرینه کپور خان سره په یوه فلم(هندی میډیم۲) کې راښکاره شی.

د معلوماتو په اساس د دغه فلم د صحنو ډکولو چارې یا شوټینګ هم پیل شوی.

د یادولو وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې کرینه کپور خان په یوه فلم کې جوړه د عرفان سره مرکزی رول لوبوی.