پنجشنبه , 28 مارچ 2024

کرېکټ: د بشپړ غړیتوب په لار کې لوی خنډونه ختم دي

یوې معتبرې سرچینې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ډاګه کړې چې د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان د بشپړ غړیتوب په لار کې خنډونه تر ژورو بحثونو وروسته تر ډېره منلي او پنجشنبې ښايي اعلان وشي چې افغان لوبډله ټسټ لوبې کولی شي.

د چارشنبې په ورځ ( د جون ۲۱) د کرېکټ نړیوالې شورا غړیو د لندن په زړه کې د خپلو بحثونو په ترڅ کې د افغانستان او ایرلڼد د بشپړ غړیتابه په تړاو خبرې وکړې.

یوې سرچینې چې له دې بحثونو خبره وه د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې د افغانستان په وړاندې لوی خنډ د ښځو لوبډله وه چې د افغان لورې له خوا قناعت بخښوونکی استدلال ورته وشو.

لوېديځ هېوادونه په تېره انګلستان په دې تړاو ډېرې اندېښنې لرلې.

د کرېکټ د نړیوالې شورا له قوانینو سره سم بشپړ غړي هېوادونه باید د سړو له لوبډلې سره سره د نجونو لوبډله هم ولري.

د افغانستان له لورې دا استدلال چې اسلامي هېواد دی او ټولنیزې ستونزې لري په دې دلیل ډېرو ته نه مننونکې وې چې پاکستان او بنګله دېش هم اسلامي هېوادونه دي خو د ښځو لوبډلې یې له ډېره وخته فعاله دي.

خو افغان پلاوي دا ځل د سرچینو تر مخه په خپل استدلال تر ډېره سیاله غاړه قانع کړې ده. خو ویل کېږي چې د کرېکټ بشپړ غړي له افغانستان څخه نورې غوښتنې هم لري.

افغان کرېکټ بورډ باید د کرېکټ په غوړاوي کې نور کار وکړي او تر درو کلونو ثابته کړي چې دغه لوبه لا نوره په ټول هېواد کې خپره شوې او نوي ځوانان یې د دې وړتیا لري چې د مخکینیو یا اوسنیو لوبغاړو ځای ونیسي.

سرچینه وايي د چارشنبې په غونډه کې سرېلنکا او انګلستان ډېرې پوښتنې لرلې خو په پای کې ټول په دې قانع شول چې افغانستان ته د ټسټ لوبو دریځ ورکړي.

که دا دریځ ورهم کړل شو تر درو کلونو پورې به ازمېښتي پړاو وي چې افغانستان په کې ځان ثابت کړي.

د پنجشنبې ( د جون ۲۲) په ورځ به د غړیو هېوادونو مشران په وروستیو رایو کې دا پتېيي چې افغانستان او ایرلنډ ته دا دریځ ورکړي او که نه.

یوې بلې سرچینې بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې ایرلنډ ډاډه دی او د پنجشنبې ماښام لپاره یې د لمانځنو چمتووالی نیولی دی.

د پنجشنبې په ورځ به د لندن پر وخت د ماسپښین درې بجې په غونډه کې پتېېل کېږي چې افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ د نړیوالې شورا د یولسم او دولسم بشپړ غړي په توګه ومنل شي که نه.

که دا دریځ افغان لوبډلې وموند کالنۍ بودیجه به یې تر پنځوس ميلیونو ډالرو واوړي او له ډېرو پیاوړو لوبډلو سره به د لوبو موقع ومومي.کاپي بی بی سی .