کله چې بهر هېواد ته ناروغ د درملنې لپاره وړی، نو يو شمېر روغتيايي او طبي اصلاحات زده کړئ ترڅو کار مو اسان وي

په هېواد کې له نورو ډېرو ستونزو او نيمګړتياوو سره – سره، د روغتيايي چوپړونو برخه هم د پوه او مسلکي ډاکټرانو له کمښت او هم دا ډول د پرمختللو وسايلو او ټېکنالوژۍ د نشتون له امله پیکه او نيمګړې ده، چې په پايله کې يې ډېری افغان د نارغيو د درملنۍ لپاره پاکستان، هندوستان او د نړۍ يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو ته په تګ اړ کيږي، ترڅو غوره درملنه يې وشي او تسکين يې حاصل شي.

په بهرنيو هېوادونو کې هم افغان د ژبې، کلتور، ټېکنالوژۍ او نورو هغه ډېر څه سره، د نه بلدتيا له امله له ستونزو سره مخ کيږي.

په دې لېکنه کې ځيني هغه علمي طبي او انګليسي اصلاحات درپېژنو، چې شوني ده تر يوې پولې به مو په روغتيايي ډګرونو لکه روغتونو او درملتونو کې په ګټه وخوري.

۱- OPD: د Out-Patient Department لنډ نوم دی، چې مانا يې ده، د بې بستره ناروغانو د چوپړونو څانګه. په OPD کې د هغه ناروغانو چوپړ کيږي چې يا په لومړي ځل سره ځانګړې روغتون ته تللې وي او يا هم په ياد روغتون کې بستر نه وي. په دې څانګه کې د ناروغ رجسټر، د پيسو ورکړه، د ډاکټر سره د لېدنې ژمنه او نور تر سره کيږي.

۲- IPD: د In-Patient Department لنډ نوم دی، چې مانا يې ده، د بستر شوي ناروغ د چوپړونو څانګه. په IPD کې د هغه ناروغانو چوپړ کيږي چې د OPD مرحله يې له سره تېره کړې وي او په روغتون کې د يو څه اوږدې درملنې لپاره ساتل کيږي. IPD له OPD سره توپیر لري، د IPD چوپړونه ۲۴ ساعتونه وي او د داکټرانو او نرسانو ځانګړې ډله يې پاملرنه ساتي، خو په OPD کې د چوپړ او کار وخت ټاکلی او تر ډېره د رسمياتو تر پيل او پای سره تړلی وي.

۳- Hospitalization: د بستر په مانا ده، د جراحي او نورو عملياتو څخه مخکې او وروسته هغه ځانګړې موده چې ناروغ په کې بستر وي او د روغتون دننه ساتل کيږي، د هسپېټلی زېشن په نوم ياديږي.

۴- Discharge: د Hospitalization مقابله کړنه Discharge ده، یعنې هر کله چې ناروغ له بستر څخه بهر کيږي نو ورته Discharge وايي.

۵- Appointment: د روغتون هغه برخه چېرته چې د يو ځانګړې ډاکټر سره د لېدنې ژمنه جوړيږي يا په بل عبارت د ډاکټر ته د معاينه په پار نوبت او نمبر اخېستل کيږي، ورته Appiontment وايي.

۶- Patients Attendent: په روغتون کې هغه کس چې له ناروغ سره وي او د ناروغ ساتنه او پاملرنه کوي، ورته Patients Attendent وايي. د بېلګي په ډول ډېر ځلې پوښتنه کيږي، چې د ناروغ اټېنډنټ څوګ دی او چېرته دی.

۷- Dressing: د پانسمان په مانا دی، د ټپ او عمليات شوې برخې پاکول او نوې پټۍ تړلو ته Dressing وايي.

۸- Surgen: په روغتونو کې جراح ډاکټر ته سرجن وايي، سرجن يا جراح بيا د هرې ناروغۍ لپاره ځانګړی وي، لکه عصبي جراح، د هډوکي جراح، د زړه جراح او نور.

۹- ICU: د Intensive Care Unit لنډ نوم دی او بيړنۍ خونۍ يا Emergency سره توپير لري، په ايمرجنسي کې د هغه ناروغانو درملنه کيږي، چې له بيړنۍ ناروغ سره مخ شي، خو په ICU کې بيا له عملياتو وروسته ناروغ د ټاکلي وخت لپاره ساتل کيږي او د جدي پاملرني لاندې وي.

۱۰- CT Scan او MRI: د ايم ار آی او سي ټي سکن په اړه دلته ولولئ.  http://rohi.af/fullstory.php?id=61425

۱۱- Cardiologist: د زړه د نارغيو لکه د زړه والونه، د وينې فشار، د زړه ستړيا، د زړه د غټ والي او نورو نارغيو درمان ډاکټر ته کارډيالوجېسټ وايي.

۱۲- Orthopedist: د بندونو، زنګونو او په لويه کې په هډوکو پورې د اړونده ناروغيو درمان ته ارتوپودېسټ وايي.

۱۳: Neurologist: د عصبي سېسټم، دماغو، عصبي نه کراريو، عصبي رشتو او تارونو، عصبي دردونو او نورو عصبي ناروغيو متخصص ډاکټر ته نيورولوجېسټ وايي.

۱۴- Dermatologist: د پوستکي د نارغيو متخصص کس ته ډرماټولوجېسټ وايي، ډرماټولوجېسټ د پوستکي د خارښت، دانو، اضافي خالونو او نښو، سوځېدو او نورو اړونده نارغيو درملنه کوي.

۱۵- Rheumatologist: د روماتېزم متخصص ډاکټر ته روماټولوجېسټ وايي، روماتيزم د بندونو د دردونو ناروغي ده.

۱۶- Genycologist: جېنېکولوجېست په عمومي ډول ښځينه ډاکټره وي، چې د نسايي او ولادي ناروغيو درملنه کوي.

۱۷- Urologist: د نارينو او ښځينو د تناسلۍ او توليدي غړو درمان ډاکټر ته يوروجېسټ وايي، يورلوژۍ هغه پوهه ده، چې د تناسلۍ سېسټم د غړو درمانه په کې کيږي.

۱۸- Physiotherpist: د يو شمېر فزيکي تمرينونو په وسيله درملنې ته Physiotherapy وايي، Physio په مانا دې فزيکي او Therapy د درملنې په مانا ده. هغه ماهر ډاکټر چې ناروغانو خو په ځانګړې ډول د هډوکي او روماتېزم ناروغانو ته د فزيکي تمرينونو توصيه کوي، ورته فېزيوتراپېسټ وايي.

۱۹- Endocrinologist: د هورمونونو او غدو د ناروغيو معالج ډاکټر ته اېندوکرېنولوجېسټ وايي. اندوکراين د انسان د وجود هغه سېسټم دی، چې د يوشمېر غدو لکه پنقراس، تايرايد او نورو درلودونکی دی او ويني ته هورمونونه لېږدوي.

۲۰- Otolaryngologist: د غوږ، پوزې او ستونې متخصص ډاکټر ته اوتورانولوجېسټ وايي او په لنډ دول سره ENT هم بلل کيږي، چې E د Ear يعنې غوږ، N د Nose يعنې پوزې او T د Throat يعنې مرۍ په مانا ده.

لیکوال : ډاکټر نيک محمد ويال – د روهي وېب پاڼې بنسټګر او مسوول مدير