کله چې لوى شوم!

لټي د هغه ماشوم کیسې ته ورته ده چې وایي، کله چې لوی شوم دا او هغه کار به ترسره کړم او خوشاله ژوند به ولرم. چې لوی شي بیا وایي، پوهنتون چې خلاص کړم خوشبختي به پیل شي. له پوهنتون چې فارغ شي وایي، همدا چې کار پیدا کړم نور مې نو غم نشته. کله چې کار پیدا کړي وایي، خوشبختي مې له واده سره پوره کېږي. تر واده وروسته وایي، اولادونه مې چې زده کړې وکړي، هر څه به سم شي. کله یې چې بچیان زده کړې بشپړې کړي وایي، په تقاعد سره به مې خوښۍ بشپړې شي. تر تقاعد وروسته څه شی ترلاسه کوي؟

سترګې چې پرانېزي ګوري چې، عمر یې یوازې په هیله تېر شوی دی.

درس:

په امیدونو ژوند مه تېروئ، همدا نن لاس په کار شئ، نن ستاسې هغه سبا دی چې پرون ورته په تمه وۍ.

یو عالم وایي: “تشویش هېڅکله د سبا غم او ستونزه له منځه نه وړي، بلکې له نن څخه دې هم وروسته پاتې کوي”.