کندز ولایت کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال د دولت ۱۷ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۲ نور ژوندي نیول شوي.
په هغه اعلامیه کې چې دکندز ولایت د رسنیو له د فتره خپره شوې راغلي چې افغان ګډو ځواکونو د دغه عملیاتو پر مهال د مخالفینو له وژلو سربېره له هغوي یو انداز سپکې او درنې وسلې هم تر لاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې کندز په ورستیو دریو ورځو کې د وسله والو طالبانو له لوري د بریدونو شاهد وو.