پنجشنبه , 25 اپریل 2024

کندهار کې په کم عمر کې د وادونو د مخنيوي هڅې چټکې شوې

د کندهار د ښځو چارو ریاست وایي د عامه پوهاوي له لاري غواړي کندهار کې په کم عمر د انجونو د ورکړي مخه ونيسي.

مسوولين داسي مهال کندهار کې په کم عمر کې د نجونو د وادولو د مخنيوي خبره کوي، چې تازه په دې ولایت کې يو درې کلن هلک له یوې بلې ماشومي انجلي سره کوژدن شوی.

درې نيم کلن بېلال احمد، چې لايې هم خپل نوم نه دی زده، درې ورځې وړاندي د کورنۍ له لوري د خپل عمه له پنځه کلني لور سره کوژدن شو.

د بېلال احمد د کورنۍ دغه پرېکړه د تولنيزو رسنيو د کارونکو له سخت غبرګون سره مخ شوه.

د بېلال احمد پلار حاجي عبدالطيف وایي د خپلي کورنۍ د خوښۍ لپاره يې دا کار کړی.

حاجي عبدالطيف وايي، د کوژدن شوي ماشوم پلار دا مونږ پخپلې کورنۍ کې سره محبت لرو مطلب مو دادی چې هغه خلک چې یا په پیسو لور ورکوي اویایې په بدوکې ورکوي شکرالحمدالله  د کومې رسنۍ چې خبرې شوې نه دکومې بدۍ کیسه وه اونه کومه بله څه خبره وه بلکې د دوستۍ کیسه وه

نوموړی په ټولنيزو رسنیو کې دده د کورنۍ په وړاندي د شوي منفي کمپاين په اړه په نيوکي سره وایي، چې د ټولنيزو رسنیو کارونکي او عام خلګ دې، ددې موضوع په شان د هېواد د ناخوالو په له منځه وړلو کې هم یوه خوله شي او ورته کمپاين دي ترسره کړي.

حاجي عبدالطيف وايي، د کوژدن شوي ماشوم پلار زه خپله د رسنۍ مسؤلینو دا خواهیش کوم چې کله داسې موضوع پیداشي تاسې دهغه کورنۍ سره له نیژدې شریکه کړی.

 لکه چې تاسي مونږته راغلی له تاسې زه ډیره مننه کوم .

که چیرې نشی راتلی نوټلیفون وکړی .

پر همدې مهال د کندهار د ښځو چارو مشره روقيه اڅګزۍ وایي، چې په کندهار کې په کم عمر کې د انجونو ورکړه، لاهم د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي عمده ډول دی، چې دوی يې د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاينونه مخته وړي.

مېرمن اڅګزۍ وایي سږ کال کندهار کې په کم عمر کې د انجونو د ورکړي پنځه پېښي دوی سره ثبت شوي.

د کندهار د ښځو چارو مشره روقيه اڅګزۍ وایي، خوشبختانه چې مونږ سږکال د کندهار په نهه ولسولیو کې دعامه پوهاوي لپاره برنامې لرو چې هغه هم افقي برنامې مسایل دي چې هغه په بدو کې ورکول دي په کوچنې عمرکې وادول  دی  اجباري وادونه دی میراث نه ورکول دي په همدې ارتباط مو دوزارت سره خبرې کړې چې په همدغه میاشت کې به برنامې پلې کړو نوري هم

په کم عمر او بدو کې د انجونو ورکړه، د ميراث او زده کړو له حق څخه محروميت لاهم په جنوبي سیمو کې د مېرمنو په وړاندي د تاوتریخوالي له عمده ډولونو څخه دي.

د ښځو د حقونو فعالاني وایي د ښځو د تاوتريخوالي د کمېدو لپاره اړتیا ده، چې دولت اوږدمهاله او ستراتيژیک پلانونه عملي کړي.