پنجشنبه , 28 مارچ 2024

که خبر شئ، له دې وروسته به له ګرځنده تیلفون سره نږدې بیده نه شئ

لیکوال: عمر

په ډنمارک کې دښوونځي پنځه نجونې وايي: موږ،چې کله دخوب پرمهال خپل تیلفون دکټ سر ته کیږدو په سبا ورځ بیا خپل حواس نه شو کنترولې ، دوی وپتیله ،چې دا ستونزه په عملي توګه وارزوي، د دوی ښوونځي ددې تجربې لپاره اړین توکي نه درلودل، دوی هڅه وکړه،چې په ډیرو لومړنیو توکه دا تجربه په خپل کور کې ترسره کړي.

دې شاګردانو شپږ لوښي،چې تخمونه یې په کې اچولي په داسې خونه کې کېښودل،چې دروازې او کړکۍ یې ټینګې شوې وې او شپږ نور لوښي،چې تخمونه په کې وو داسې خونه کې کېښودل، چې هلته تیلفون و، دانترنت راوټر و، ددولسو ورځو په تیریدو شاګردانو ته جوته شوه،چې ددوی تجربه زړه پورې ده.

کومه خونه کې، چې انترنټ او تیلفون وو هلته تخمونه مړه شوي وو، هیڅ راشنه شوي نه وو، او هغه بله خونه کې تخمونه راشنه شوي وو.

یاده تجربه که څه هم ډېره ساده ده، خو په خپل ښوونځي کې یې دامتیاز درجه تر لاسه کړه او پایلې یې له ګواښه ډکې هغه وبلل شوې .

دیاد ښوونځي دکیماء استاد کیم هورسیوډ وايي : زموږ دشاګردانو تجربې په کارولیسنکا انسټیټوټ کې د اعصاب دمتخصصینو پاملرنه ور اړولې ده. دوی غواړي،چې دا تجربه په اکاډیمیک چاپیریال کې بیا ترسره کړي او کېدای شي دا ځل دوی له ځینو حیواناتو هم ګټه پورته کړي.

دیادونې ده، دټیلفون ډیر کارول خوب له ستونزو سره مخ کوي، په ۲۰۱۰ز کې دستانفورډ پوهنتون یوه څېړنه کړې وه څیړنې ویلي وو،چې له ګرځنده ټیلفون سره نږدې ویده کیدل دخوب لړۍ ټکنۍ کوي او لامل هغه شنه رڼا ده،چې له ټیلفون څخه راوځي او دا رڼا بیا هغه دمیلاټونین په نوم ماده له ستونزې سره مخ کوي دا ماده له خوب سره ټینګ تړاو لري.