پنجشنبه , 25 اپریل 2024

که د خوب پر وخت کې مو له خولې لاړې ځي نو دا یو ښه خبر ده!!

د شپې لخوا خوب کې له خولې لاړې تلل د اندیښنې وړ ستونزه او په عام ډول د شرم خبره بلل کیږي خو څیړونکي ددغې ستونزې حل کشف کړی دی.

په لندن کې د یوې څیړنې له مخې ویل شوي دي چې که څوک له دغه رنګه ستونزې سره مخ کیږي نو هیڅ د اندیښنې وړ خبره نه ده بلکې دا ددوی لپاره د زیري، خوشالۍ او ښه صحت خبره ده.

د څیړونکو په وینا هر هغه څوک چې د شپې لخوا یې خوب ښه او ارام وي، ددوی د خولې څخه د شپې د خوب پر وخت لاړې ځي، دا په دې معنا چې دوی د خوب اول پړاو  کوم ته چې REM (Rapid eye movement) ویل کیږي، په کامیاب ډول ترسره شوی، او له دې وروسته سړی په ارام او کلک خوب ویده دی، دا ددې نښه ده چې د خوبوليو په خوب کې هیڅ کوم خلل نه پېښیږي، او ددوی بدن او دماغ له خوب څخه پوره ګټه پورته کوي.

همدا ډول له بل اړخه څیړونکي زیاتوي چې که چاته دا ډول پيښه هیڅ په مخ نه ورځي او یا ورسره په خوب کې داسې کله نه وي شوي، له دې څخه څرګندیږي چې ددوی په خوب کې څه نا څه ستونزه شته، دغه ډوله خلک یا خو پوره خوب نشي ترسره کولای او یا ددوی خوب ارام نه وي.

نیوز ټوډی