پنجشنبه , 25 اپریل 2024

که د پښو له بدبويۍ کړیږئ نو لاندې طریقې تجربه کړئ

پښې بدبويي دوه لاملونه لري چې یو يي د بدن زیاته خوله کول او دوهم يي د باکتریا ځینې ډولونه دي. باکتریا په بدن کې ځینې ګازونه تولیدوي چې د پښو بدبویۍ لامل ګرځي.

د پښو بدبويي له منځه وړلو لپاره لاندې لارې ډیر ګټور ثابتیدلی شي:

۱- اپسوم (Epsom) مالګه: اپسوم مالګه د پښو بدبويي له منځه وړلو سربیره د پښې درد هم اراموي.

ضروري توکي:

۱/۲ پیاله اپسوم مالګه

۸ ګیلاسه ټړمې اوبه

پښو وچولو لپاره ټوټه

طریقه: ۲/۱ پیاله مالګې په ۸ ګیلاسه ګرمو اوبو کې واچوئ او خپل پښې د ۳۰ دقیقو لپاره دغه اوبو کې کیږدئ. دغه عمل د څه مودې لپاره د ورځې دوه ځلي تکرار کړئ.

۲- بکینګ سوډا (Baking Soda) او ستروس: بېکینګ سوډا د استعمال ډیر ځایونه لري خو د پښو په برخه کې معجزه کوي. بېکینګ سوډا په طبیعي ډول د پښو بدبويي له منځه وړي، مضر باکتریا ختموي او پښې په ارامولو کې مهمه ونډه لري.

لیمو د بدن او پښو خوله کوم چې د پښو بدبويي سبب ګرځي مخه نیسي او انسان تازه کوي.

ضروري توکي:

۱/۴ پیاله بېکینګ سوډا

۸ ګیلاسه اوبه

د ۱ لیمو اوبه

پښو وچولو لپاره ټوټه

طریقه: ۱/۴ پیاله اوبه په یوه لوښي کې واچوئ او ۸ ګیلاسه ګرمې اوبه پرې زیاته کړئ. دغه محلول کې د یو لیمو اوبه زیاته کړئ او خپل پښې دغه اوبو کې ډوب کړئ. دغه عمل ۱۵-۲۰ دقیقو لپاره ادامه ورکړئ او بیا خپلې پښې وچې کړئ.

نن ټکی اسیا