که روغ صحت غواړئ؟! اووه (۷) کارونه وکړئ

 

۱ـ د خوړو په ډول او اندازه کې اختیاط وکړئ

ستاسې عموميٍ روغتیا او صحت د خوړو په ډول او اندازې پورې تړلی. څه خورئ؛ څومره خورئ او کله يې خورئ؛ دا ټول ستاسې په عمومي روغتیا تاثیر لري.

د تغذیې متخصیصن سپارښتنه کوي، چې د خپلې اشتها له اندازې څلورمه برخه کم خوراک وکړئ. یعنې که تاسې د ۴ ګولو اشتها لرئ، ۳ وخورئ او له څلورمې تیر شئ. دا ستاسې په عمومي روغتیا ډیر مثبت تاثیرات لري.

د خوراک سره همهاله اوبه مه څښئ. د خوراک څخه یو ساعت وړاندې او یو ساعت وروسته اوبه څښئ. ډوډۍ په خپل او مناسب وخت خورئ.

۲ـ فزیکي تمرین کوئ.

هره ورځ تمرین تاسې ځواکمنوي او ستاسې د وجود معافیتي سیستم هم تقویه کوي. له خوراک سمدستي وروسته دروند کار او فزیکي تمیرن مه کوئ. کله چې تمرین کوئ، لومړی ګرمایش کوئ او خپل وجود وغوړوئ.

۳ـ د خپلو سترګو خیال ساتئ.

خپلې سترګې هر سهار په پاکو اوبو پریمنځئ. له تلویزون څخه لرې کینئ. کم تر کمه ۶ فوټه له ټي وي څخه لرې اوسئ. د اوږ وخت لپاره د تلویزون لیدلو او کمپیوټر کارولو څخه مخنیوی وکړئ. په ګردونو او لمر کې عینکې په سترګو کړئ.

۴ـ مناسب خوب کوئ.

ښه او مناسب خوب هم د سترګو او هم د عمومي صحت لپاره مهم دی. کوښښ وکړئ د شپې کم تر کمه له ۶ تر ۸ ساعته خوب وکړئ. کوښښ وکړئ، خوب ته له تلو ۲ یا ۳ ساعته مخکې خواړه وخورئ.

خپل مخ، لاسونه او پښې کور ته له ننوتلو سره سم پریمنځئ.

۵ـ استراحت کوئ.

ژوره ساه واخلئ، خپلې سترګې پټې کړئ. د تنفس په وخت کې د هوا داخلیدل او خارجیدل احساس کړئ. کمه تر کمه يې هره دفه ۱۰ ځلې ترسره کړئ. کوښښ وکړئ، چې روحي فشار او سټریس څخه ځان وساتئ. کله کله د ورځې پرمهال هم یوه سترګه خوب کوئ او یا هم داسې یو څه وخت بیلوئ، چې د هر ډول سوچونو څخه پکې وزګار وئ.

۶ـ له یوناني او طبعي درملو او جنسونو څخه ګټه واخلئ.

د خپلې وړې ناروغۍ درملنه په طبعي درملو سره ترسره کړئ. خپله کوټه کې د مصنوعي خوشبوي پر ځای طبعي خوشبوي وکاروئ. دا ستاسې صحت ته ډیره ګټه لري.

۷ـ د خپلې ناروغۍ ریکارډ (یاداښت) وساتئ.

کله چې هم ناروغ شوئ له یو مسلکي ډاکتر سره مشوره وکړئ او د خپلې ناروغې د ډول او تشخیص ریکارډ وساتئ. کله چې بیاځلې ډاکتر سره مخ کیدلې، خپله ریکارډ ورته وښايې.

د خپل ډاکتر څخه د دوا خوړلو د طریقې او وخت پوښتنه وکړئ او ځان ښه ډاډه کړئ، چې کوم درمل د څومره وخت لپاره په کومو وختونو کې وخورئ.

کله مو چې هم دوايي خوړل شروع کړل، په نیمه کې يې مه پریږدئ. د درملو وروستی دوز هم پوره کړئ.