که زه بدرنګه نه وای نو ته به ښکلی نه وي

لیکوال: امان الله زړور

که زه بدرنګه نه وای نو تا ته هيچا نه ويل چې ښکليه، ستا د ښکلا ارزښت هله نور هم زيات شي چې کله زه بدرنګه دې په خوا کې ودرېږم.

او دا چې ته سپين ئې دا ځکه چې زه تور يم، که زه هم سپين وای ته هم سپين وای بيا؛ نو تا لره  چا نه ويل چې سپينه او ما لره چا نه ويل توره، دا چې زه تور ښکارم ته سپين په حقېقت کې دا زما او ستا رنګونه دي چې سترکې يې پيژني، تورې سپينې هلته کيږي بيا زه تور بلال به هلته سپين ووم او ته سپين به د ګنا په تور رنګ تور لړلی ښکارې

ته زما توروالي ته بد مه وايه، له رڼا وروسته توره شپه راځي د رڼا ورځې نا ارام او ناکرار خلک ټول بيا د شپې انتظار کوي تر څو ټولې ستړتياوي یې له منځه ولاړي شي.

که ته په خپله ښکلا د تېزې رڼا په شان د خلکو سترګې برېښوي؛ زه هم د تورې تیارې په څېر د سترکو ديد اخېستلای شم؛ خو نه.

که خيال وکړې زه چاته ازار نه ورکوم نه چاته د غم شړۍ هواروم او نه ماته څوک د اوړي په غرمو او د ژمي په سړو يخو بادو کې د انتظار لتۍ وهي، ولې چې بدرنګه يم؛ خو بيا هم ته په ما ښایسته یې.

په سپین بدن کې دې د ښايست ټېکه د تورو سترګو سره ده په رېشوت کې ورته تور رانجه ورکوي چې درنه خفه نشي او نورې هم تورې شي، تورو زلفو ته څومره غاره توب کوي هر سهر ورته نازونه ورکوي چې سپینې نشي ځکه سپيني زلفې د چا نه خوښيږي، تورې سترګې تور زلفان دې لکه په سپین کتاب کې تور ټکي هومره ارزښتونه لري. که له سپین کتابه تور ټکي له منځه لاړ شي بيا کتاب له ارزښته څه چې له خبرو هم ولويږي.

خو ځه زه به هم ډېره سرزوري نه کوم ځکه ما ته مې هم کله جانان ووايي (( په تور بدن کې سپین خایسته اخلاق مې ستا خوښیږي ))

نو يواځي له تورو نه تیاره جوړیږي او خلک به له تیارو تنګ شي د رڼا په انتظار کې به شي معلومیږي داسې چې زه له تا او ته له ما نه بغير نیم غوندې يې بايد يو بل ته لاسونه ورکړو چې دواړه نازونه ښه په زغرده وکړو او په رنګونو نژادونو څوک ونه بيلوو.

نو! ته چې سپین لاس ما ته راکـــــــــــــــــړې

کــــش به تور لاس ستا په ســــــر کـــــړم

د دښــمن د وير نارې به داســـــې واورې

در په در خـاورې په سر کړم زړور کړم