پنجشنبه , 28 مارچ 2024

که ستړیا احساسوئ نو لاندې طریقې وازمويئ

انسان د زیات کار او یا هم کله نا کله له کوم لامل پرته د ستړیا احساس کوي چې د ستړیا دغه احساس مختلف روغتیايي، ذهني او ځینې نور لاملونه لري خو په دې وروستیو کې روغتیايي کارپوهانو داسې لارې پنځولی چې کولی شي د انسان ستړیا له منځه یوسي.

۱- له بورې څخه پرهیز:

که تاسې بوره زیاته استعمالوئ نو نه یوازې بوره بلکه د سپینې ډوډۍ، وریجې، چپس او ځینې نورو خوړو کې شته خوږوالی هم انساني روغتیا ته زیان رسوي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا د ستړیا څخه ځان ژغورلو لپاره د قندي موادو په استعمال کې باید له ډیر احتیاط څخه کار واخیستل شي. د فعاله ژوند لرلو لپاره غنم او وربشې زیات استعمال کړئ.

۲- څومره خوب ته اړتیا لرو؟

خوب نه یوازې د بدن ستړیا له منځه وړي بلکه د اعصابو فعالیتونو تنظیم لپاره هم اړین ګڼل کیږي نو د همدې لپاره خاصه اندازه خوب او ورزش خپل عادت وګرځوئ. د روغتیايي کارپوهانو په وینا له ورزش کولو سره په اعصابو کې یو ډول خاص کیمیاوي مواد تولیدیږي کوم چې انسان خوشحاله ساتي. د ځینې روغتیايي کارپوهانو په وینا د خوب تر ټولو غوره اندازه د شپې لخوا ۷ ساعته دی.

۳- د سهار چای مه هیروئ:

د سهار چای د ټول ورځ سخت کارونو لپاره انرژي برابروي چې له دې پرته بدن په سمه توګه فعالیت نشي کولی او بدن د ستړیا احساس کوي نو له همدې امله د پیاوړی او فعال بدن لرلو لپاره هر سهار مناسبه خواړه وخورئ. سهار لخوا شیدې، جوس، میوه، هګۍ او ځینې نور خواړه د بدن اړتیا پوره کولی شي.

۴- وخت پیدا کولو سره ۴۰ قدمه قدم ووهئ:

د اوږدې مودې لپاره ناسته د انسان په روغتیا منفي اثر لري د مثال په ډول د یو ساعت لپاره ناسته په زړه ناوړه اثر کوي او د وینې جریان ورو کوي چې له دې سربیره په بدن کې د اکسیجن اندازه هم کمیږي نو له همدې امله له لږ ځنډ وروسته ۴۰ قدمه قدم وهل د بدن ستړیا له منځه وړي. ۴۰ قدمه قدم وهل ستړیا له منځه وړي او له دې عمل سره د وینې جریان چټک کیږي او اعصابو ته مناسبه اندازه اکسیجن رسوي.

۵- د کیفین زیات استعمال:

که تاسې کیفین زیات استعمالوئ نو دا هم د ستړیا یو لامل دی ځکه کیفین لرونکي ساړه مشروبات د لږې مودې لپاره ستاسې ستړیا لرې کوي خو د دې مشروباتو زیاته اندازه انسان غیر فعال او ستړی کوي. له غرمې وروسته د کافي زیات استعمال خوب له منځه وړي.

۶- ډیر اوبه وڅښئ:

اوبه د انساني روغتیا بنسټ دی چې له نورو بې شمیره روغتیايي ګټو سربیره انسان تازه او فعال ساتي. په بدن کې د اوبو ډیر لږ کموالی د انسان وړتیا، فعالیت او روغتیا اغیزمنوي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا د اوبو زیات استعمال مو له ستړیا ژغوري نو له همدې امله باید هر یو ساعت وروسته یو ګیلاس اوبه وڅښل شي.

نن ټکی اسیا