پنجشنبه , 25 اپریل 2024

که طالبان له امریکا سره خبرې وکړي څه به پېښ شي؟

امریکایي چارواکو تراوسه په رسمي ډول نه دي ویلي چې غواړي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي خو په دې وروستیو کې یوې امریکایي ورځپاڼې لیکلي چې سپينې ماڼۍ د افغان سولې بهير پيلولو له پاره طالبانو سره د مخامخ خبرو حکم کړى.

سره له دې چې نه افغان او نه هم امریکایي لوړ پوړو چارواکو دغه خبر تایید کې خو نیویارک ټایمز لیلکي چې گڼو لوړ پوړو افغان او امريکايي چارواکو هم دغه ستراتيژيک بدلون تاييد کړى دى.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چارشنبې ورځ یوې غونډې ته وویل:«د اوسنیو او تېرو هیلو ترمنځ توپیر دا دی چې په تېر کې، افغانانو له نورو غوښتل چې ورته سوله راولي؛ خو نن موږ د سولې لپاره، خپلې تګلارې، هوډ، ځواک او خپل ملي نوښتونه کاروو. موږ خپل راتلونکی مالکیت په خپل لاس کې اخیستی او د دې لپاره مو خپل دغه مالکیت په لاس کې نیولی چې غواړو خپل اساسي قانون چې زموږ د لوبې بنسټيزه قاعده ده عملي کړو.»

د ولسمشر دا څرګندونې د افغانانو له لاسه د سولې برخلیک ایستلو هڅو ته څرګند او روښانه ځواب دی.

په هر صورت اوس چې ځینې په پوهه او ځینې نور په ناپوهي کې دا ډنډوره غږوي چې ګنې امریکایان له طالبانو سره د مخامخ خبرو هوډ لري. د طالبانو ږیرور یا ږیره خرېیلي ملاتړي او دواپړان یا هم ښایي د طالبانو ملاتړې استخباراتي شبکې تالي څټي چې   بېلابیلې بڼې لري له ږیرور تر ږیره خرېیلي نیکتایي والا، سیاسي شنونکي، حقوقپوه، پیر، روحاني، سیاستوال، وکیل، د بېلابیلو قومونو نا ټاکلي ټیکه داران، ان مورخ، ژورنالیست یا بل هربدوبلا چې وي خو اوخور یې یو دی، چې په تلویزیونونو کې کیني او د طالبانو او امریکا ترمنځ کېدونکي خبرو ته بیلابیل دلایل له لرګیو تراشي او هڅه کوي ثابته کړي چې دا موضوع رښتیا ده. دوی وایي امریکا د افغانستان جګړه بایللې او له طالبانو سره له مخامخ خبرو اترو پرته بله چاره نه لري، یا وایي افغان دولت ونه توانېده چې د جګړې او سولې په ډګر کې د عمل نوښت په لاس کې واخلي یا د سویلي اسیا او افغانستان په اړه د ټرامپ ستراتېژي ناکامه شوه نو ځکه خو امریکا باید له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي …دا …او… دا …

که یوه شیبه داسې وګڼو چې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کیني پوښتنه داده چې طالبان به له امریکایانو څه غواړي؟

ایا طالبانو دومره خپلواک دي یا خپلواکي لري یا یې څوک ورته پرېږدي چې له امریکایانو سره یوازې د افغانستان ملي ګټو پرمحور خبرې وکړي؟

ایا طالبان د همدې موخې له پاره جوړ، تمویل او تسلیح شوي چې خپلې ملي ګټې له امریکایانو سره مطرح کړي؟

طالبان دومره ظرفیت لري چې له امریکایانو سره د ملي ګټو پر سرچنې ووهي؟

طالبان، د ویتنام د هغه وخت مشرانو په اندازه سیاسي پوهه لري چې په خبرو کې خپلې ملي ګټې تمثیل کړی شي او یوازې د خپلو ګټو نه د نورو د ګټو له پاره چنې ووهي؟

طالبان د نیپال د ماویست یاغیانو په شان سیاسي وړتیا لري چې د خبرو پر میز د هېواد ښې او دمکراتیکې راتلونکې له پاره د سیاسي نظام په اړه جوړجاړي ته ورسېږي؟ یا طالبان د کولمبیا د پارک یاغیانو په شان وړتیا لري چې په راتلونکې کې د سیاسي مبارزې په ډګر کې خپل حضور تضمین کړي؟

هڅه به وکړو چې دې پوښتنو ته په لنډو کې ځوابونه ومومو.

که امریکایان له طالبانو سره خبرو ته کیني ښایي لومړۍ غوښتنه یې دا وي چې امریکایي ځواکونه دي له ځنډ او قید او شرط پرته له افغانستانه ووځي. فکر وکړﺉ امریکایانو دا غوښتنه ومنله او په سبا یې خپلې کډې کوډېبارکړې طالبان به څه کوي؟ مخامخ به جګړو ته زور ورکړي، په دې سره به د سیمې هغه بدنیته ګاونډي او د افغانستان تاریخي غلیمان وهڅوي چې په دغه هېواد کې د خپلو ګټو خوندي کولو په موخه د خپلې خوښې قومي، توکمیزو او مذهبي ډلو ملاتړ ته راودانګي او افغانستان به یوځل بیا د ۱۳۷۱ کال او له هغه راوروسته خونړیو او ان له هغو خطرناکو کورنیو جګړو کې ښکیل شي او دا هغه څه دي چې د طالبانو ملاتړې استخباراتي شبکه یې غواړي.

ښایي امریکایان هم له هغوی وغواړي چې القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو ته پنا ورنه کړي، د کوکنارو کښت ته اجازه ورنه کړي. لومړی خو طالبانو ته داستونزمنه ده چې له القاعدې او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړېکې پرې کړي ځکه چې طالبانو که دغه کار کولی په هغه لومړي سر کې به یې اسامه یا امریکا ته په لاس ورکړی وی یا به یې ایستلی وی خو طالبان پر هغه دومره ټینګ ودرېدل چې خپل امارت یې په دې لار کې داو کړ نو اوس څنګه دا غوښتنه ومني او له بله پلوه د طالبانو ملاتړې شبکې ته داسې د شیدو غوا په لاس ورغلې چې لګښت یې بل څوک (القاعده اونورې ترهګرې ډلې) ورکوي خو موخې خپلې پرې ترلاسه کوي نو ځکه خو یې نه هغه وخت دغه کار ته پرېښودل او نه یې اوس ورته پرېږدي او بله داچې طالبانو یو کال تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې کوکنار بند کړل خو که دغه بل کال امریکا د طالبانو اداره نه وی ړنګه کړې د کوکنارو کروندګرو ړنګوله ځکه چې نه هغه وخت او نه هم اوس د کوکنارو کښت بدیل پیدا شوی اوس چې وچکالي هم راغلې نو دغه کار خو بیخي ناشونی دی خو بیا هم که وګڼو چې طالبانو دامریکا دغه دواړه غوښتنې ومنلې او نور یې خپلې پښې سپکې کړې او داسې وګڼو چې طالبان راغلل حکومت یې ونیو، نو نه امریکا او نه د هغه نور ملاتړي هېوادونه هیڅ ډول اخلاقي مسوولیت لري چې له افغانستان سره یو ډالر مرسته هم وکړي او نه یې کوي نو بیا دې طالبان د افغانستان دغه۳۵ میلیونه نفوس په ذکات او عشر موړ کړي. په داسې حال کې چې د نړۍ ډېر پرمختللي او د ټینګو بنسټونو درلودونکي هیوادونه له هغې ډلې پاکستان خپل لګښت خپله نه شي پوره کولی او د نورو پر مرستو چلېږي نو طالبان به یې ښه پوره کړي!

طالبان رښتیا هم خپلواک دي او څوک یې پرېږدي چې له امریکایانو سره د افغانستان ملي ګټو پر محور خبرې وکړي؟

یو وخت ملا عمر د خپل یو استازي سید طیب اغا له لارې هڅه کړې وه چې د سعودي عربستان د استخباراتو رییس شهزاده مقرن په منځګړیتوب له امریکایانو سره خبرې وکړي. شهزاده هم ددغه کار له پاره وتلی امریکا افغانستان پېژندونکی بارنت روبین پیدا کړ.

لنډه دا چې دا اړیکه ټینګه شوه او د ملاعمر د استازي غوښتنه دا وه چې دا خبرې باید له ای اس ای پرته مخته یووړل شي(۱) له تردید پرته چې د ملا عمر سر همدې هڅې خوړلی دی او طیب اغا هم د ملا عمر د مرګ له اعلان وروسته له دې ډلې وایستل شو. نو ځکه خو ویلي شو چې طالبان که له امریکا ان له افغان دولت سره هم د خبرو میز ته کیني نو پر هغه څه به ټینګار کوي چې ای اس ای یې ورته وایي او له دې پرته به یې برخلیک د ملاعمر او طیب اغا په شان وي.

مهمه پوښتنه دا ده چې له ۲۰۰۴ کال راوروسته طالبان چا او د کومې موخې له پاره راپورته، منظم، تمویل او وسله وال کړل ایا د هغه لوري موخه د افغانستان ملي ګټې وې یادي؟

په دې اړه غوره ده چې د پاکستان د هغه پوځي حکمران جنرال پرویز مشرف خپلې خبرې راواخلو. مشرف وایي کله چې په افغانستان کې د هند نفوذ مخ په زیاتېدو شو دلته  استخباراتو دنده ورکړل شوه چې طالبان راپیدا، منظم او وسله وال کړل چې په دې توګه په افغانستان کې د هند نفوذ مخه ونیول شي. پاکستانیانو په افغانستان کې د هند نقوذ مسله دومره پړسولې وه چې یو وخت د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د سپنتا په وینا له پخواني ولسمشرحامد کرزي غوښتي وو چې د هند په اړه خپله کړنلاره د پاکستان په خوښه تنظیم کړي. نو اوس که طالبان له امریکا سره د خبرو میز ته کیني شک نه شته چې له امریکا به وغواړي چې په افغانستان کې د هند نقوذ کم کړي که څه؟! طالبان چې وایي له افغان دولت سره خبرې نه بلکې له امریکا سره خبرې کوي دا په اصل کې پر افغان دولت د پاکستان د فشار راوړل دي چې غوښتنې یې ومني که نه د فشار اله په لاس کې لري او افغانستان ته پرې ستونزې جوړولی شي لکه جوړوي یې چې.

طالبان د مشرف په وینا یوه وروسته پاتې ان د منځنۍ پېړۍ فکر لرونکې ډله ده چې نه د ملي ګټو پر تعریف پوهېږي او نه یې د خوندي کولو وړتیا لري. سره له دې چې د طالبانو او د هغوی ملاتړې شبکې کرایي ډنډورچیان په رسنیو کې تل دا ډنډوره غږوي چې طالبان هغه پخواني طالبان نه دي… اوس یې ډېر بدلون کړی، د رسنیو په تېره د برېښنایي رسنیو په ارزښت پوهېږي …دا… او…دا… خو رښتیا خبره داده چې طالبان هماغه طالبان دي بلکې تر پخوانیو هغو یې لا زیات پړی د بل چا په لاس کې دی که داسې نه وي چېرته او په کوم ځای کې لیدل شوي چې په دې ۲۱ پېړۍ کې دې څوک ښوونځي وسوزوي، هغه دې بند کړي؟ دا نو څه ډول بدلون دی چې هغوی(طالبانو)کړی؟ بله دا چې ملا عمر، ملامنصور، ملا برادر، طیب اغا اونورو چې هڅه کړې وه یو څه خپلواک عمل وکړي برخلیک یې ټولو ته مالوم شو، ملاهیبت الله چې په طالبانو کې نه د ملا عمر روحاني اغیز لري او نه د ملامنصور د کاروبار، ګټې وټې، بازار او پراخه اداري او جنګي تجربه لري، نه په ملي، سیمه ییز او نړیوال سیاست پوهېږي او ټول واک یې دبل په پېرزوینه ترلاسه کړی او دبل تر امنیت لاندې اوسېږي، څه ډول کولی شي چې له امریکایانو سره د ملي ګتو پر سره چنې ووهي؟

که وکتل شي اوسني طالب مشران د هغه وخت ویتنامي چارواکو، د نیپال ماوویست یاغیانو او د کولمبیا د پارک یاغیانو مشرانو  په شان د خپل وخت په خپلواکه توګه د خپلو ملي ګټو پر محور د جګړې او دیپلوماسي تجربه نه لري چې د خبرو پرمیز خپلې ملي او ایدیولوژیکې ګتې تمثیل کړي، هغوی خپلې خپلې ارادې، روښانه او د وخت له غوښتنې سره سمې ایدیولوژیکې او دمکراتیکې موخې درلودې خو طالبان له دغه امتیازه بې برخې دي. داسمه ده چې طالبانو هم اږده جګړه کړې او په ډېره بې رحمي یې د نورو او هم خپلې وینې تویه کړي خو هغوی چې د نورو په خوښه او لارښوونه د طالبانو مشري کوي له بده مرغه د ویتنام، پارک او ماویست یاغیانو مشرانو په شان سیاسي پوهه او دیپلوماتیک ظرفیت نه لري.

 

خو که طالبان خپلواک او سیاسي او دیپلوماتیک ظرفیت یې درلودلی د وخت له غوښتنو سره سم به یې د ملي ګټو پر بنسټ له افغان دولت سره جوجاړی کړی وی، نه به وینې توییېدې، نه به نورو زموږ د ملي ګټو پر ځای خپلې ګتې مطرح کولې او نه به پورته یادو اندېښنو ته ځای پاتې کېده.

(۱)ستیوکول. د Sریاست،یو کسیزه C.I.A ، ۳۴۳ مخ

ودان روښان