چهارشنبه , 24 اپریل 2024

که غواړی چې وېښتان مو د ټول عمر لپاره توې نه شي دا نسخه ازمایښت کړی

ژباړه: ځلا نیازۍ

د ويښتانو د تویدو د مخنیوي له پاره ډېر خلک ځانګړې شامپو او یا هم په زرګونو او لکونو روپۍ مصرفوي اما له یوې اسانه او مفتې حل لارې نه ګټه نه اخلي چې ساینس هم منلې ده.

د ويښتانو توېدلو ستونزه یوا ځې په نارینه وو کې نه بلکې زیاتره ښځې هم د ورته ستونزې سره مخ دي مګر زیاتره نارینه له دې ستونزې زورېږي.

که چېرته ستاسو ويښتان توېږي اسانه حل لار يې دا ده چې باید خپل سر ته مساج یا مالش ورکړئ په دې سره به ستاسو د ويښتو د توېدو څخه مخنیوی وشي.

د طب پوهان وایي د  سر مساج سره د کوپړۍ او ويښتانو بېخونو ته وینه په پوره توګه رسېږي.

د یوې څېړنې له مخې سر ته په ورځ کې د څلورو دقیقې مساج ورکولو په نتيجه کې ويښتان په کافي اندازي کلکېږي.

په دې ‌توګه د ویښتو پنډوالی قوي او بهترېږي.

د څېړونکو په وینا سر ته په مالش ورکولو سره وینه په سمه توګه د ويښتانو بېخونو او هم وینه وړو شیریانونو ته رسېږي چې د ویښتانو په قوي کولو کې همکاري کوي او د ويښتو په ‌ډېر والي کې چټکي رامنځته کوي.

سر ته په مساج ورکولو سره ذهني فشار هم کمېږي ځکه چې دا ډول فشارونه د ويښتو تویدو له وجې وي.

او غوره خبره دا چې د مساج ورکولو په وخت اړینه نه ده چې له تېلو یا غوړو نه ګټه واخستل شي، کله چې ویښته وینځئ د شامپو وهلو نه وروسته لږ تر لږه باید تر ۳ دقیقو پورې د سر پورتنۍ برخه مساج کړئ.