که له اندازې زیات خوله کیږئ نو دا خواړه وازموئ

خوله په طبیعي ډول د بدن حرارت تنظیموي. انسان هغه مهال چې سخت کار کوي، د غوصې احساس کوي، د اضطراب او ویرې پر مهال او هغه مهال چې هوا ګرمه وي خوله کیږي. د خوله نورماله اندازه د انسان روغتیا او بدن ته ګټه کوي خو که چیرې یو انسان له اندازې زیاته او له ځنډ پرته په دوامداره توګه خوله کیږي دا په دې معنی دی چې دغه کس په کوم ناروغۍ اخته دی.

له اندازې زیاته خوله نه یوازې د انسان ورځنۍ ژوند له خنډ سره مخ کوي بلکه خراب بوي يي په مختلفو مجلسونو کې د انسان د شرمندګۍ لامل هم ګرځي.

دلته مو له هغو خوړو سره اشنا کوو چې له خوړلو سره يي د زیات خوله کیدو څخه مخنیو کیدی شي. په ځانګړی ډول له کور څخه دباندې وتو څخه شیبه وړاندې دغه خواړه استعمال کړئ تر څو د خوله کیدو مخه ونیولی شئ.

۱- د مڼې سرکه

د مڼې سرکه د خوله ضد پیاوړی خواص لري کوم چې له اندازې زیاته خوله په مخنیوی کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۲- د خوړو سوډا (Baking Soda)

د خوړو سواډ په طبیعې ډول د خوله ضد خاصیت لري. دغه خواړه د دې وړتیا لري چې د بدن رطوبت یا لندبل جذب او بد بوي يي له منځه یوسي. د سوډا القلي خواص په طبیعي ډول د بدن د هغو برخو چې زیاته خوله کیږي تیزابیت یا پي ایچ (pH) کموي.

۳- مریم ګلي (Sage)

دغه بوټی هم د خوله ضد خاصیت لري. دغه بوټی د خوله غدې تنګولو سره د خوله اندازه کموي. په دغه بوټی کې شته مګنیزیم (Magnesium) او ویټامین بي (Vitamin B) د خوله د غدو فعالیت کنټرولوي.

۴- تور چای

په تور چای کې شته ټانک اسید (Tannic Acid) د خوله ضد پیاوړی خاصیت لري. تور چای ټول هغه باکتریا چې د بدن په مختلفو برخو کې د بد بوي لامل ګرځي له منځه وړي.

۵- سپین صندل (White Sandalwood)

د روغتیايي کارپوهانو په وینا صندل پوټکی د خوله د پروسې کنټرولولو په مرسته وچ ساتي.

۶- د رومي بانجان جوس

رومي بانجان د اکسیډنټ ضد خاصیت (Antioxidant) لري کوم چې د خوله د غدو فعالیت تنظیمولو سره له اندازې زیاته خوله مخه نیسي.

۷- لیمو

لیمو د بدن هغه بد بوي چې د خوله له امله رامنځ ته کیږي له منځه وړي.

لیکنه : ډاکترنویدخپلواک