که له سرطان څخه ځان ژغورئ، د شپې ناوخته خواړه پریږدئ!

نوې څیړنې ښيي چې د شپې ناوخته خواړه د سرطان د رامنځته کېدو ستر لامل دی چې په نارینوو کې د پروسټات او په ښځو کې د سینو/تیونو سرطان رامنځته کوي.

د اسپانیا په مرکزي ښار بارسلونا په یوه پوهنتون کې له اوږدې مطالعې وروسته یوه څیړنه ترسره شوه، څیړونکو په دغه شوې څیړنه کې موندلي، که چیرې د شپې لخوا خواړه پر وخت او وختي وخوړل شي انسان له دغه دوه ډوله سرطان څخه ژغورل کیدلی شي.

په دغه څیړنه کې له ۴۰۰۰ کسانو چې ۲۵۰۰ یې نارینه او ۱۵۰۰ یې ښځینه ول ازموینه ترسره شوه، په دوی کې نیم کسان روغ او نیم یې پر پروسټات او تیونو پر سرطان اخته وو.

ددغې کسانو څخه تفصیلي روغتیايي معاینه ترسره شوه او ورسره ددوی د ورځني ژوند حالاتو پوښتنې هم وشوې.

د معدې تیزابیت لاملونه او د هغه کورنۍ درملنه!

په پایله کې څرګنده شوه هغه کسان چې د شپې لخوا وختي پخپل وخت یا د خوب څخه دوه ساعته وړاندې خواړه خوري، په دوی کې د هغو کسانو په پرتله چې د شپې لخوا ناوخته خواړه خوري او یا له خوړو وروسته سمدلاسه ویده کېږي، د سینې او پروسټات سرطان ۲۰ سلنه کم موندل شوی دی.

په څیړنه کې ویل شوي، که چیرې د شپې خواړه داسې وخت وخوړل شي چې له هغې وروسته په ویده کېدلو کې دوه ساعته وخت وي، نو د نورو ګټو ترڅنګ د سرطان په دغه دوه ډولونو کې هم تر ډیرې اندازې کموالی راځي.

یاده دې وي چې تر دې دمه څیړونکو د سرطان او خوړو ترمنځ د سرطان رامنځته کېدو یو شمېر څیړنې ترسره کړي خو دا لومړی ځل دی چې د سرطان او خوړو سربېره د هغې وختونه هم څارل شوي دي.

سرچینه:طبي معلومات/مهربان