پنجشنبه , 28 مارچ 2024

که موخه ولری؛ هرو مرو ورته رسېدای شی

لیکنه: حمیدالله حمیدي

د بریاوو پر وړاندې دېوالونه د دې لپاره نه دي جوړ شوي، چې زموږ مخه ونیسي، بلکې د دې لپاره جوړ شوي چې په سختۍ ترې تېر شو او خلکو ته وښیو چې خپلې موخې ته رسېدل راته څومره مهم دي. دېوالونه زموږ مخه نه نیسي، د هغه چا مخه نیسي، چې هیلو ته رسېدل یې ورته مهم نه وي.

یو بېوزله کس پر لاره روان و او د غنمو یوه وړه بوجۍ یې پر اوږه وه، د خپلو ستونزو په فکر کې غرق تللی و، له خدای پاک څخه یې وغوښتل چې نور يې د ژوند دا غوټه خلاصه کړي، په همدې وخت کې د غنمو د بوجۍ خوله خلاصه شوه، غنم پر ځمکه باد باد شول، بېوزله کس وویل: «یا خدایه! ما غوښتل چې د ژوند غوټه مې خلاص کړه، نه د غنمو د بوجۍ». بېوزله کس د غنمو په ټولولو لګیا شو، ګوري چې د غنمو په منځ کې یې د طلایي سکو ډکه همیانۍ ده. نوموړی له خپل عجولانه قضاوت او بې اعتمادۍ سخت وشرمېد.

کله چې ورځ پیلوی، هڅه وکړئ هغه خلک چې ښه کارونه ترسره کوي، ویې ستایئ او تشویق یې کړئ. کله چې موږ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له یو بل سره مرسته کوو، د ورځې په پای کې به ټول ګټونکي يو.