سه شنبه , 16 اپریل 2024

که مو په ګرم خوړو خوله وسوځي سمدلاسه څه باید وشي؟

د یخنۍ په موسم کې ورځ تر بلې ګرم خوراکونه په زیاتیدو شي، لکه سوپ، قهوه، کافي، چای، یخني شوروا او داسې نور، خو دا خواړه یا څښاک مو چې کله خوله وسوځوي بیا مو د خوند نه بیزاره او په لوی تکلیف مو واړوي.

نیزدې هر انسان ته به دا تجربه شوې وي چې د تیزۍ یا ناپامۍ په وخت کې ګرم خوراک یا څښاک وکړي چې له کبله یې ژبه وسوځي، خو په داسې وخت کې سمدلاسه څه باید وشي چې سوز او درد مو ښه شي؟ راځئ چې لاندې سخې وپیژنو.

که څه هم ددې ستونزې سمدلاسه مخنیوی یو ستونزمن کار بلل کیږي خو د نیویارک ښار د غاښونو یو مشهور ډاکټر، ډاکټر ایونجونګ جو ددې لپاره ځینې د حل لارې لټولي چې انسان کولای شي د سوز پر وخت ترې ګټه واخلي او ددې مخنیوی وکړي.

لومړی نسخه: آیسکریم خوړل، که مو کله په ګرم خوراک یا څښاک ژبه یا خوله وسوځیږي نو سمدلاسه آیسکریم وخورئ، خو یوه خبره باید په یاد ولرئ چې له اندازې نه باید زیات آیسکریم ونه خوړل شي، ځکه په هاغه وخت کې انسان ته د خوند احساس کیږي خو وروسته بیا نور زیان رسوي.

دوهمه نسخه: ددې لپاره د غاښونو یا خولې پاکولو مواد استعمال کړئ، چې Mouth wash ورته وایي، ددې سره په یو اندازه کې مالګه ګډه کړئ او سمدلاسه یې په خوله کې واچوئ، مضمضمه یې کړئ او بیا یې توی کړئ.

دریمه نسخه: ایلویرا استعمال سره مو ددغه ستونزې مخه ونیسئ، په عام ډول ایلویرا په سوځیدلي پوستکي ښه کولو کې مرسته کوي، خو د خولې سوزښت ته هم ګټور دی، په دې کې د اضافي ایلویرا خاص ډول موجود دي چې په خوله کې اچول کیږي او د مضمضې په شکل استعمال شي، ایلویرا د جیل او جوس په شکل هم پیدا کیږي.

څلورمه نسخه: نرم خواړه: که مو کله په ګرم خوړو ژبه وسوځیده، نو د څو ورځو لپاره باید ډیر یخ، ډیر ګرم، تروشه، ترخه، مساله دار خوراکونه لکه پاپړ، لییز او …. ونه خوړل شي، همدا ډول کوم څښاک چې تیزابیت لري لکه کافي، سوډا پیپسي او داسې نور باید ترې ډډه وشي، ځکه دا مو د خولې سوزښت زیاتوي او تکلیف مو نور هم سختوي، تاسې ته په کار دي چې خوله او غاښونه مو پاک وساتئ او له نرم خوړو کار واخلئ لکه مستې، سوشي Sushi او داسې نور.

که له سوځیدو ورسته مو په ژبه کې سوروالی، پړسوب، درد او وچوالی ښکاره شو نو په داسې حالت کې ډاکټر ته مراجعه وکړئ تر څو په طبي مرستو سره مو د زخم یا پوستکي خرابوالي مخنیوی وکړي.

سرچینه: میل انلاین او ډان نیوز