په ګرمۍ کې تر ټولو ښه ځای هغه دی چې یخ وي، که ایرکنډېشن پیدا شي، بیا خو هغه ځای د خواښې کور دی.
خو اوس طبپوهان وايي، هغه خلک چې ډېر وخت ایرکنډېشن ته ناست وي، خفه به وي او په دې سربېره به یو ډول ګنګسیت ورته پیدا شي.
ډاکټران وايي، که چېرې د زیات وخت لهپاره په هغه خونه کې پاتې شئ چې ایرکنډېشن لري او د پاکۍ خیال و نه ساتئ، نو داسې مرض به درته پیدا شي چې په ژوند به مو تنګ کړي.
ډاکټران وايي، تر ټولو بده ناروغي حساسیت دی چې ستاسې د بدن هر غړی به يې له ازادي هوا سره پیدا کړي او بیا به یې جبران سخت وي.