د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر توماس شانون په افغان سوله کې د پاکستان رول مهم وباله، خو ټینګار یې وکړ چې پاکستان باید خپل رول ولوبوي.
نوموړي وویل که پاکستان دا کار و نه کړي دوی به د سیمې له یو شمېر هیوادونو سره جدي خبرې پېل کړي.
که څه هم دغه امریکايي چارواکي د سیمې له هیوادونو سره د خبرو په اړه جزیات ور نه کړل چې د څه لپاره خبرې کوي، خو زیاته یې کړه چې پاکستان باید د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.
ده په سیمه کې د داعش د خراسان څانګه خطرناکه وبلله او پر وړاندې یې د جدي مبارزې یادونه وکړه.
په ورته وخت کې د سولې عالي شورا هم له طالبانو سره د سولې او له داعش سره د جګړې خبره کوي.
بلې ډډې ته د امریکا وروستیو فشارونو ته په ځواب کې یو ځل بیا پاکستان د افغان سولې په اړه د خپلو هلو ځلو یادونه کړې.
د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل په اسلام اباد کې وویل هیواد یې په سیمه کې د سولې لپاره له افغان حکومت سره هم خپلو خبرو ته دوام ور کوي.
د نوموړي په خبره له افغانستان سره د دوه اړخیزو مشکلاتو د حل لپاره د خبرو د لارو په لټه کې دي.
جمشید ملکزی