که په رښتیا هم وزن کمول غواړئ دغه شپږ خواړه پریږدئ!

د غذایي رژيم پوهان وایي چې د وزن له لاسه ورکولو پرمهال دې وګړي د تمرین او د خوړو مقدار په کنترولولو کې خپل ځانونه نه شکنجه کوي، تر څو په بریالۍ توګه وزن کم کړي، ځینې داسې خواړه شتون لري چې د تمرین او نورو هڅو پرمهال د وزن کمولو مخه نیسي، باید ځانونه ترې وژغورئ.

هغه خواړه چې د وزن له لاسه ورکولو پرمهال ترې ځانونه وژغورئ:

ناپوخه ماهیان

دا څرګنده ده چې بحري غذایي محصولات په پراخه کچه د اومیګا ۳ فیټي اسیدونه لري کوم چې د بدن لپاره اړین او ګټور خواړه دي، د هاوای پوهنتون د څیړنو له مخې، ماهیان هغه مهال ګټور وي چې په سمه او ګټوره توګه پاخه شي، خو که چیرې غوړو کې سره/فرای شوي وي او یا زیاته مالګه/نمکین ولري نو د وزن په کمولو کې مرسته نه شي کولای.

مستې/لبنیات

دا لازمي ده چې لبنیات باید له خوږو او یا د تازیه میوو خوند څخه خالي وي، که څه هم په عمومي ډول هغه محصولات چې خوږه ولري خوندور وي خو ګټه نه لري، د وزن کمولو پرمهال په کار ده چې طبیعي او له خوږو پرته مستې او یا نور لبنیات وخوړل شي.

بادام شیدې

د بادام شیدې، کوپره او یا وچه میوې سبزیجات لرونکې دي، مګر، د هغو کسانو لپاره یې استعمال مناسب نه دی چې غواړي خپل وزن کم کړي، په یاد ولرئ چې دغه ډول خواړه لوړه کچه خوږه لري چې اضافي کالوریز بدن ته

 

ساسونه/ روعب

د مصنوعي روعب (چاڼ شوي مصنوعات لکه د رومیانو روب او داسې نور) استعمال د هغه چا لپاره زیانونکی دي چې غواړي روغتیایي خوراکي رژیم ولري او یا وزن له لاسه ورکړي، ځکه چې دا ساسونه یا روعب له هغو خوږو یا شوګر څخه برخمن وي چې د خوند لپاره کارول کیږي، له همدې امله که تاسو غواړئ ساسونه استعمال کړئ په خپله یې چمتو کړئ او له مصنوعي روعب څخه ځان

غټې وریجې puffed rice

داسې انګیرل کیږي چې غټې یا پخه/پړسیدل شوې وریجې لږه اندزاه غوړ لري، خو دا په پام کې نه نیول کیږي چې د وینې شکر په لوړولو کې مرسته کوي، له دغه ډول وریجو خوړلو وروسته وګړي د ژر لوږې احساس کوي او په وینه کې یې د ګلوکوز کچه لوړیږي، له همدې امله غټې یا پخه شوې وریجې په کالوریزو لوړولو کې مرسته کوي.

اوکادو  Avocado

یو ډول میوه ده چې په سویلي امریکا کې موندل کیږي، خو په اسیایي هېوادونو کې یې استعمال کم دی. اوکادو یوه ګټه لرونکې میوه ګڼل کیږي خو بالعکس دا میوه په لوړه کچه کالوریز لري، په ۱۰۰ ګرامه اوکادو کې ۱۶۰ کالوریز موندل کیږي، له همدې امله پوهان د وزن کمونکو لپاره د یادې میوې لویه اندازه خوړلو سپارښتنه نه کوي، خو که چیرې یې اړین خوړل اړین بلل کیږي باید تازه وخوړل شي.

کاپي..