پنجشنبه , 25 اپریل 2024

که په سفر ځئ، ماشوم مو خوندي وساتئ

لومړی د ماشوم لپاره داسې ځای غوره کړئ چې له خطره يې وساتي، يانې نه ډېر يخ او نه هم ډېر ګرم.

ډېرې ښځې غواړي د ماشوم تر زېږون مخکې د پلار او خپلوانو کور ته ولاړې شي، ځکه دوی ګومان کوي چې د ماشوم تر زېږون وروسته بیا چېرته د سفر امکان نه‌شې لرلای؛ نو اندېښنه مه کوئ، لاندې کوم مسايل چې راغلي ښه پوره پاملرنه ورته وکړئ چې د ماشوم په خوندي کولو کې مرسته درسره وکړي؛

په موټر کې ماشوم ته پاملرنه

تر ټولو نه هېرونکې او مهمه مساله په موټر کې د ماشوم ساتنه او پاملرنه ده؛ نو لطفاً د موټر د حرکت پر مهال ماشوم په غېږ کې مه نيسئ، که څه هم تاسې د خونديتوب کمربند اچولی وي، په داسې وخت کې که موټر ناګهانه بريک ونيسي، کېدای شي لومړی خطر مو ماشوم ته ورسېږي.

د سفر لپاره مهم شيان له وړاندې په نظر کې ونيسئ، خدای مه کړه که له يوې پېښې سره مخ شوئ تاسې به نورو ته ژر خبر ورکولای شوائ، موبايل چارجوئ، خو که يې چارج نه لاره، په موټر کې يې له سپرېدولو سره سم چارج ته وتړئ.

که په نورو پرمختلليو هېوادنو کې ياست، يانې موټر په خپله چلوئ، هرومرو د شپې له خوا پوره خوب کوئ، څو د ورځې له خوا پر لاره ارام او پورانژري ياست، ځکه خسته‌ګي «خوب‌وړي کېدل» د سفر پر مهال ټکرونه را منځ ته کولای شي.

د ماشوم د لا ښه خونديتوب لپاره هغه په وروستي سيټ کې پرېباسئ، هڅه وکړئ موټر ورو ورو چلوئ.

د سفر لپاره تياری ولرئ

دا کار تر ټولو وړاندې په نظر کې نيول ځکه اړین دي چې که پر سفر لرې ځای ته ځئ؛ نو له هغه وړاندې يې امکانات برابروئ، همدارنګه يوه بله مهمه نکته چې مخکې يې هم يادونه وشوه، هغه پوره خوب او استراحت دی.

دویمه خبره دا ده که له نوزاد پرته لوی ماشومان هم لرئ، د سفر لپاره يې تياري ته پاملرنه کوئ، ځکه ماشومان د اوږد سفر پر مهال ستړي کېږي له تاسې غواړي چې موټر ودروئ يا هم کمربند ترې خلاص کړئ. له بل لوري د سفر په وخت کې لږ لږ وخت وقفه نه يوازې د ماشومانو لپاره ګټوره ده، بلکې ستاسې د ارامې او بیا انرژي اخيستلو سبب هم ګرځي، هڅه وکړئ په موټر کې يوه اندازه خوراکي توکي او مايعات هم درسره اخلئ.

د سفر وسايل

له اړتيا پرته زیات وسايل مه درسره اخلئ، خو هغه څه درسره وړئ څومره چې پر لاره ورته اړتيا وي، مګر بې‌ضرورته توکي کېدای شي درباندې پېټی شي. تر اوږد سفر وړاندې مو د ځان او ماشوم د تياري لپاره اړين وسايل ليسټ کړئ، همدارنګه د سفر پر مهال د ګرمې درجې ته هم پاملرنه وکړئ، که باراني ځای ته ځئ او هغه ځای يخ وي؛ نو ګرمې جامې درسره اخلئ.