پنجشنبه , 25 اپریل 2024

که چېرې ستاسو ماشوم درواغ وایي څه باید وکړئ ؟

 

ژباړه : عطا محمد میاخېل

خپل ماشوم ته ووایئ، چې درواغ هغه څه دي، چې نه غواړئ، ستاسو په کور کې ولیدل شي .

خوښېږي مو چې ماشوم مو تل رښتیا ووایي، خو درواغ د ماشوم د ودې د پروسې یوه برخه ده . تاسو باید پوه شئ، چې له هغه سره څنګه چلند وکړئ .

د درواغو ریښه ایز لامل پیدا کړئ :

آیا ستاسو ماشوم د خپلې خوبیزې لوبې د یوې برخې په توګه درواغ وایي یا هڅه کوي له سزا څخه د وېرې په خاطر ستاسو حواس ګډوډ کړي ؟ که چېرې ماشوم یوازې له خپل تخیلي ځواک څخه ګټه اخیستې وي، نو له هغه سره مرسته وکړئ، چې د افسانې او واقعیت ترمنځ توپیر ته پام وکړي، پرته له دې چې د هغه خلاقیت ته زیان ورسوئ .

په دویم مورد کې، که چېرې هغه ادعا کوي، چې یوه خیالي دوست یې کومه څه مات کړي، چې ده اجازه نه درلوده، هغه ته لاس وروړي . په پیل کې هغه ته یادونه وکړئ، که چېرې ووایئ، چې واقعاً څه پېښ شوي، نو له ستونزې سره به مخامخ نه شي . وروسته په دې اړه توضیحات ورکړئ . تاسو پوهېږئ، چې د هغه له پاره ډېره آسانه ده، چې خپله تېروتنه د نورو په غاړه ور واچوي، خو د حقیقت ویل، تل د اوضاع له ښه کېدو سره مرسته کوي .

مه پرېږدئ ماشوم داسې فکر وکړي، چې نه شي کولای تاسو ته یې ووایي :

که چېرې ماشوم د ستاسو له غوسې څخه وېره ولري، نو ښایي په هر قېمت چې وي حقیقت ونه وایي . مهمه داده، چې له هغه سره مرسته وکړئ، تر څو ستاسو له لوري د خوندیتوب او ملاتړ احساس ولري، په پایله کې کولای شي، په ډېرې مینې او لېوالتیا له تاسو سره خبرې وکړي .

د سزا پرځای هغه د کار له پایلو سره آشنا کړئ :

 

څه توپیر کوي ؟ سزا د غوسې له امله ده، په داسې حال کې، چې د کار پایلې د تېروتنو په سمولو باندې تمرکز لري . د بېلګې په توګه : که چېرې ستاسو ماشوم د کور د کوچنیو کارونو په اړه، چې ور سپارلي مو وو، تاسو ته درواغ وایي، هغه ته د کارونو د ترسره کولو د ارزښت په اړه یې معلومات ورکړئ . له هغه سره مرسته وکړئ، چې کار ترسره کړي، ترڅو خپلو تېروتنو ته یې پام شي، لکه : په مناسب عمر کې د جامو تنظیمول .

هغه ته درواغجن مه وایئ :

په ماشوم باندې تور لګول، یوازې کولای شي هغه ته زیان ورسوي، دا نوم کولای شي د ځان په نسبت یې د ماشوم په لید لوري باندې تل پاتې اغېزه ولري، که چېرې هغه ته درواغجن ووایئ، نو باور کوي، چې همداسې دی او له خپل باور سره سم چلند کوي .

د خپلو هیلو په اړه رښتیني واوسئ :

خپل ماشوم ته ووایئ، چې درواغ هغه څه دي، چې نه غواړئ ستاسو په کور کې ولیدل شي، پرېږدئ پوه شي، چې  حقیقت د نورو ټولو ښو کارونو په پرتله، چې له هغه څخه یې تمه لرئ، ډېر ارزښت لري . لکه : له تاسو سره مؤدبانه چال چلند .

د حقیقت ویلو پرمهال خپل چلند وارزوئ :

آیا له یوه څانګړي حالت څخه د تېښتې له پاره تاسو هم درواغ وایئ ؟ د بېلګې په توګه : ماشوم مو اوري، چې تاسو ګاونډي ته وایئ، نه شئ کولای، چې د څو ورځو له پاره د هغه له کورني حیوان څخه ساتنه وکړئ، ځکه چې یو له خپلو څخه مو ناروغ دی، حقیقت دادی، چې تاسو له حیواناتو سره ډېره مینه نه لرئ، ماشوم پوهېږي، چې لویان هم کله وخت د ځان د هوساینې له پاره درواغ وایي .

په اړیکو باندې د درواغو د اغېزې په اړه خبرې وکړئ :

 

توضیحات ورکړئ، چې درواغ کولای شي، د دوو کسانو ترمنځ په اړیکو باندې، چې له یو بل سره ډېره زیاته مینه لري، بده اغېزه وکړي . له هغه څخه وغواړئ، تصور وکړي، چې تاسو هغه ته د یو څه په اړه درواغ ووایئ، آیا بل ځل به په تاسو باندې باور وکړي ؟