کورنۍ کې دننه واده راتلونکي ماشومان په ژور خپگان اخته کوي

 

نژدې خپلوانو کې دننه لکه د کاکا یا ماما د اولادونو یو بل سره واده ګڼې روغتیايي زیانونه لري چې نوې روغتیايي څېړنه يي یو بل ستر زیان هم په ډاگه کړه.

په ایرلینډ کې ترسره شوې څېړنه ښيي چې کورنۍ کې دننه واده کوونکو په ماشومانو کې په ذهني ناروغیو لکه ژور خپگان او ذهني ناارامۍ خطر د عامو ماشومانو په پرتله درې چنده زیاته وي.

د کوینز پوهنتون دغې څېړنې کې ویل شوي چې نژدې خپلوانو کې د واده کوونکو په ماشومانو کې د شیزوفرینیا په نوم ناروغۍ خطر دوه چنده زیاتیږي.

څېړونکي تر اوسه د دې لامل په موندلو بریالي شوي نه دي چې نژدې خپلوانو کې واده ولې د مختلفو ناروغیو او په ماشومانو کې يي د خپگان او یو شمېر نورو ناروغیو لامل گرځي خو یو شمېر پخوانیو روغتیايي څېړنو ثابته کړې وه چې دغه ودونه جینونو کې د ستونزې پیدا کېدو لامل گرځي.

له همدې امله یو شمېر ناروغۍ لکه زده کړو کې ستونزې او ذهني معلولیت له والدینو څخه ماشومانو ته يي په ځانگړی ډول د ډي اېن اې له لاري په ارثي توگه لېږدول کېږي.

په نړۍ کې هر ۱۰ ماشومانو څخه د یو ماشوم مور او پلار سره خپلوان وي.

څېړونکي وايي چې دغه پایلې هېښونکي دي، ځکه چې په عادي ډول په شیزوفرینیا ناروغۍ د یو انسان د اخته کېدو خطر ۰٫۳ څخه تر ۰٫۶۶ پورې وي خو کورنۍ کې دننه واده کول دغه خطر ۰٫۶ څخه تر ۱٫۳۲ سلنې پورې لوړوي.

په همدې ډول عادي انسانانو کې په ژور خپگان د اخته کېدو خطر ۱۰ سلنه وي خو کورنۍ کې دننه واده پایله کې زېږېدلو ماشومانو کې دغه خطر بیا ۳۰ سلنې پورې لوړه وي.

د دغې څېړنې په جریان کې د درې لکه او درې شپیته زره څخه زیاتو کسانو ژوند له ۱۹۷۱ څخه تر ۱۹۸۶ پورې تر څېړنې لاندې نیول شوی وو.

کاپی خبرپاڼه