پنجشنبه , 25 اپریل 2024

کوزې پښتونخوا کې چاودنې۲۳کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

راپورونه وایي، چې د خېبر پښتونخوا په بر دیر کې د مسافرو  یو موټر د سړک غاړې په ماین ورختلی او چاودنه پرې شوې چې له امله یي شپږ کسه وژل شوي او ۱۷نور یي ټپیان کړې دي.

د پېښې په ټپيانو کې د ۳ پولیسو د شاملېدو خبره هم تأیید شوې ده.

ویل کېږي چې اکثر وژل شوي او ټپیان د طالبانو ضد د سولې خوځښت غړي وو.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس لیکلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.