کونړیان له ولسمشره ګیله من دي چې د۷کالو راهیسې یې پاکستان پرله پسې په توپونو ولي

د کونړ په دانګام او ناړۍ ولسوالیو یو ځل بیا پاکستاني پوځ د توپونو سلګونه مرمۍ را ویشتلي چې خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي، خو د سر زیان نه لري.

ځایي اوسېدونکي وايي، نېږدې ۷ کاله وشول چې پاکستاني ځواکونه د کونړ پر خاوره د توپونو ډزې کوي، خو نه تر اوسه د ډزو لامل معلوم او نه هم افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په پاکستان داسې کوم فشار راوړ چې خپل پوځیان له دغو بریدونو منع کړې.

دوې په ولسمشر غږ کوي دپاکستانه وپوښتي چې په کوم علت مو ولي ؟

د کونړ دانګام ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مولوي رفیع الله رسنېو ته وویل چې تېره شپه يې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله شپه په اور کې تېره کړې ده

نوموړی وايي، د خلکو کورونه، باغونه او فصلونه يې له منځه وړي او هره شېبه دوی د مرګ له ګواښ سره مخ دي .

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم هم پر دانګام او ناړۍ ولسوالیو د پاکستاني پوځ د تېرې شپې د توپونو ډزې تایید کړي.

په تېرو څو کلونو کې سلګونه کونړیان په یادو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوي او سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو او سیمو پرېښودو ته اړ شوې دي.