د کونړ والي ویاند عبدالغني مصمم انعکاس ته په خبرو کې ویلي، تیره شپه د ملي امنیت ځانګرو ځواکونو د کونړ شلطن ولسوالۍ د سونو سیمه کې د وسله والو طالبانو او القاعیدې شبکې د لمنځه وړلو او ځپلو په موخه عملیات ترسره کړي، چې له سخت مقاومت او جګړې ورورسته طالبانو او القاعدې شبکې د مهمو قومندانانو په ګډون شل تنه وژل شوي دي.
نوموړی وایې پدغو عملیاتو کې افغان ځواکونو لاسته جګړیز مهمات او وسلې هم ورغلي.
مصمم افغان لورې ته د زیان او اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.