چهارشنبه , 24 اپریل 2024

کونړ کې د يوه قوماندان په ګډون د داعش لس وسله وال وژل شوي

چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې د روانو عملياتو په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي.

ځايي چارواکي وايي چې نن سهار وخته درې بجې داعش وسله والو د کونړ د مرکز اسعداباد اړوند شګۍ سیمه کې  پر امنیتي پوستو ډله ییز  بریدونه پیل کړي چې شاوخوا څلور ساعته يې دوام وکړ.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت رسنیو ته  وویل چې په دې جګړه کې د داعش ډلې د يوه قوماندان ظاهر په ګډون ۱۰ وسله وال وژل شوي او څلور ټپیان دي.

نوموړی وايي، د دې جګړې په ترڅ کې د داعش ډلې د دوو کسانو مړي د جګړې په سیمه کې پاتې دي.

پاسوال جمعه ګل زیاتوي، په دې جګړه کې دوه پولیس هم ټپيان شوي او وايي چې روغتیايي حالت یې ښه دی.

د نوموړي په خبره چې اوس په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري چاڼيز عملیات روان دي.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.