کونړ کې یو ماشوم د انسان تښتوونکي له منګولو وژغورل شو

د کورنیو چار وزارت وایي، چې نن سې شنبه د کونړ ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو یو پنځه کلن ماشوم “محمد” د انسان تښتوونکي له منګولو ژغورلی دی.

یاد وزارت وایي، تېره شپه یوه انسان تښتوونکي د کونړ ولایت د مرکز اسعد اباد ښار په دکړه مار سیمه کې محمد تښتولی و، چې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې د نورګل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیول شوی او یاد ماشوم یې د انسان تښتوونکي له منګولو خلاص کړی دی.