سه شنبه , 23 اپریل 2024

کټرینا کیف: تر دې ځایه په بخت نه؛ په زحمت راغلې یم

د بالیووډ د وتلې ستورې کټرینا کیف نن کلیزه ده. هغه نن ۳۵ کلنه شوه. د تیر کال کلیزه يې بې مزې وه. ځکه تیر کال يې فلمونه ناکام شول او د رنبیر کپور سره يې انډیوالي هم خرابه شوه.

سږ کال بیا د کټرینا لپاره کامیاب و. د سلمان خان سره يې ګډ فلم (ټایګر زنده هی) ډیرې پیسې وګټلې. اوس د عامرخان سره په ټګز اف هندوستان او له شاروخ خان سره په زیرو یا صفر فلم کې کار کوي.

کټرینا د خپلې کلیزې پر مهال په مرکه کې وویل:

“په کامیابو فلمونو کې مې لوبیدل یواځې بخت نه و. دا سمه ده، چې زه خوشبخته یم، اما زه تر دې ځایه په محنت او زحمت رارسیدلې یم.”

له کټرینا کیف څخه پوښتنه وشوه، چې د خپلې کامیابۍ راز سلمان خان نه بولي؟

هغې يې په ځواب کې وویل:

“نه، یواځې سلمان خان نه دی، چې ماسره يې کومک کړی؛ بلکې ما سره زما ډیرو ملګرو مرسته کړې.”

کټرینا په ۲۰۰۰ م کال کې هندوستان ته راغله او په ۲۰۰۳ م کال کې يې په هندي سینما کې کار پیل کړ.

نوموړې د هندي سینما یوه له کامیابو اداکارانو څخه بلل کیږي.

ژباړه شریف شاهین