پنجشنبه , 18 اپریل 2024

کۀ غواړئ پیسې وګټئ، لۀ رسمي کار وروسته پۀ کور کې دغه کارونه وکړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

کېدای شي دایمي دنده مو ښه او پۀزړۀپورې وي، مانا دا چې له هره اړخه پر شرایطو برابره وي، خو اوس چې نوې تکنالوژۍ هر څه ته لاس رسی اسانه کړی دی کېدای شي له رسمي وخت پرته، په کور کې هم ځینې کارونه تر سره کړئ او ډېرې پیسې تر لاسه کړئ.

د دې کار لپار اړتیا نشته، چې اوسنۍ دنده مو پرېږدئ. ډېری د مازدیګر له پنځو بجو وروسته چې په رسمي دنده کې خپل کمپیوټر وتړي په ځېنو داسې شیانو ځان بوختوي، چې ګټور نه وي، خو بریالي کسان، له رسمي کار وروسته په کور کې هم د ځان لپاره داسې یوه بوختیا پیدا کوي، چې هم یې ګټه وي او هم یې وړتیاوې لوړې کړې وي. هغه کسان چې له کار سره عادت شوي وي، په کور کې پرې وخت سخت تیرېږي، نو دا یې تر ټولو ښه لار ده. که غواړئ چې تاسو یې هم پیل کړئ، لومړی مو د کار ډول معلوم کړئ، څه ډول کار تر سره کولی شئ. لاندې دې هم د ځینو اسانه او داسې کارونو یادونه شوې ده چې امکان یې بیخي ډېر دی:

۱- وړتیاوې مو خرڅې کړئ او ګټه ترې پورته کړئ

خپلې ټولې وړتیاوې مو په یوه الکترونیکي کتاب کې راټولې کړئ او پر هغه کسانو چې غواړي زده یې کړي او مهارتونه یې لوړ شي خرڅې کړئ. که مو هغه وړتیاوې چې په کتاب کې مو را ټولې کړې دي ګټورې وي او د دې چل مو هم زده وي، چې پېرودونکي څه ډول راجلب کړئ، ډېره ګټه به مو کړې وي. تاسو که د هرې برخې مسلکي یاست، شته داسې کسان چې پیسې درکړي او یو څه درڅخه زده کړي. که مو وړتیاوې داسې څه وي، چې په الترونیکي کتاب کې یې د راټولولو امکان نه وي، انلاین دورې جوړې کړئ او شریکې یې کړئ. کله چې تاسو یوه الکترونیکي محتوا جوړوئ کولی شئ، بیا بیا یې وپلورئ او ګټه تر لاسه کړئ. دا داسې کار دی، چې هېڅ ډول پوله نه لري او له مصرف پرته یې کولی شئ.

که په مستقیم ډول یې د خرڅولو وړتیا نه لرئ، شته داسې سایټونه چې د خرڅلاو په برخه کې یې در سره مرسته وکړي.

۲- د ټولنیزو شبکو مدریت پر غاړه واخلئ

په ډېر احتمال سره اوس به هم په کور کې ډېر وخت په ټولنیزو شبکو کې تېروئ، نو چې هلته یاست ولې بیا له دې تخصص څخه ګټه نه پورته کوئ او پسې نه ګټئ؟ ډېری شرکتونه غواړي په ټولنیزو شبکو کې پراخ حضور ولري او د دې کار کولو لپاره خلکو ته اړتیا لري. د دې کار لپاره ښه خبره دا ده چې له ځینو پلټفرم‌ لکه ( هوت سوت) څخه کار واخلئ. دا پلټفرم‌ اجازه درکوي، چې پر یو وخت څو اکونټونه منېج کړئ او د پوسټونو خپرېدو لپاره مهال وېش په کې جوړ کړئ.

۳- لیکنې او ژباړې وکړئ

لیکنې او ژباړې کول د پیسو لاسته راوړلو لپاره تر ټولو ښه لاره ده. زرګونه لیکوالان او ژباړونکي د ورځې د سفر، اشپزۍ، د ماشوم روزلو، هنر، د ژوند لارو چارو او نورو په اړه لیکنې او ژباړې کوي. دا هم ډېر سخت کار نه دی، تاسو په هر ځای او هر وخت کې دغه کار کولی شئ. له خدمت او شهرت سره سره به مو یو څه پیسې هم ګټلې وي.

۴- ډیزان زده کړئ

د ګرافیک ډیزان زده کول مو په هر ځا کې په درد خوري. په یوازې ځان یې هم زده کول څه سخت نه دي او بل دا چې په بازار کې نن سبا د هر ډول پروګرام د زده کړې لپاره ویډیوي درسونه شته چې کار یې بیخي اسانه کړی دی. هر څه یوازې ستاسو په مینې پورې اړه لري، که غواړئ همدا اوس یې پیل کړئ. ان که اوس له دې کاره پیسې تر لاسه نه شئ کړای، خو ډاډه اوسئ چې په ورځنیو چارو کې در سره ډېره مرسته کولی شي.

۸- اپلېکېشنونه جوړ کړئ

د هر کار لپاره له دې وروسته اپلېکېشن اړین دی، که تاسو نن دغه کار ونه کړئ، نو ډاډه اوسئ چې سبا یې بل څوک کوي. د اپلېکېشنونو جوړول یو نوی صنعت دی چې د پرمختګ په حال کې دی. د څېړنو له مخې یوازې په ۲۰۱۴ کال کې ایفون کمپنۍ د اپلېکېشن جوړولو په برخه کې ۴۰۰۰ کسان پر دنده ګمارلي و. کېدای شي د کوډونو لیکل په لومړي سر کې یو څه سخت وي، خو کله مو چې پروګرام لیکل زده کړل، کولی شي په اسانۍ سره اپلېکېشن ولیکئ او خرڅ یې کړئ. کېدای شي همدا درته د یوه لوی کارو بار پرانیستلو لپار دروازه شي.

په پښتو کې متل دی وایي، له خوشي کېناستو نه د قروتو چیچل ښه دي.