چهارشنبه , 24 اپریل 2024

ګلان د سر درد کموي؛ ۶ نورې روغتیايي ګټې یې

ژباړه: مریم محمدي

نباتات د انسانانو او حیوانانو په غذا او روغتیا کې خورا مهم رول لوبوي، مځکه پرې سمسوریږي او چاپېریال پرې صفا کیږي.

ککړ چاپېریال د ناروغیو له عمده عواملو څخه ګنل کیږي. ډیری خلک په دې پوهیږي چې د فزیکي، ذهني او ټولنیز آرامتیا لپاره په کور یا بهر ګلان ډیره ګټه لري.

دا چې ګلان په کور کې وساتل شي کومې روغتیایي ګټې لري په اړه یې معلومات درسره شریکوو:

۱- په کور کې د ګلانو ساتل د هغو ناروغیو مخه نیسي چې د هوا له لارې لیږدول کیږي.

۲- د ګلانو او نباتاتو ساتل د سر دردي مخنیوی کوي.

۳- د ګلانو شنه او سره رنکونه د سترګو دید ته ګټه لري چې دې سره تاسو کولای شي د ارامتیا احساس وکړئ.

۴- په کور کې بوټو او ګلانو ته پاملرنه داسې ده لکه یو ماشوم ته چې ناز ورکوې، چې دا کار په رواني روغتیا او د خپګان په له منځه وړلو کې پوره مرسته کولای شي تل مو خوشحاله ساتي.

۵- په کوټه یا خونه کې د نبات ساتل کولای شي استرس له منځه یوسي او د وینی په فشارهم ښه اغیزه کوي.

۶ – ګلان هوا نرموي، که تاسو په وچه ساحه کې اوسيږئ، د برقي هوا اخیستلو پرځای، دا غوره ده چې یو یا دوه کورني بوټو وپلورئ.

۷- ګلان ځورونکي فکرونه او سوچونه کموي.

۸ په کور کې ګلان د اطاق هوا پاکه وي.

په اپارتمانونو او کورنو کې ګلان ددې سربیره ډیرې نورې ګټې هم لري چې موږ یې هیڅکله فکر ونه کړو. نو د ښه روغتیا او ښکلي کور لپاره د ګلانو او ساتنه مه هیروئ.