«ګل» د وزیر سر غوڅ کړ…د پند قیصه

په یوه ښار کې یو ساقي و، خلکو ته به یې اوبه ورکولې، ‌‌‌‌‌‌ډیر پاک انسان ؤ ښکلې لطيفې به یې ویلې د هر چا ورسره مینه وه.

پاچا چې له دې ساقي خبر شو، هغه ته یې وویل چې ته به پس له دې زما قصر کې خلکو ته اوبه ورکوې او ماته به کیسې کوې.

ساقي سبا ته قصر کې کار شروع کړ، ‌‌‌‌‌‌ډير خوشحاله شو، کور ته راغی مېرمنې ته یې کیسه وکړله وېل یې: نور به په دربار کې کار کوم او ښه معاش به اخلم.

یوه ورځ ساقي د پاچا میلمنو ته اوبه ورکړې، پاچا ور وغوښت تر څنګ یې کښېناوه، چې لطيفې راته ووایه… د پاچا وزیر چې ساقي په دې ځای کې ولیده ورسره کینه یې شوه چې دا سړی خو ‌‌‌‌‌‌ډير معتبر شو.

ساقي چې بېرون راووتلو، وزیر ورته ویل: پاچا باندې ستا د خولې بد بوی لګېږي، سبا چې راځې تر خوله دې دستمال تاو کړه. په سبا ورځ ساقي همداسې وکړل، پاچا حیران شو چې دا ولې!؟

وزیر پاچا ته ورغی چې: پاچاصیب! که یوه خبره درته وکړم وژنې خو مې نه؟ پاچا ویل: خبره څه ده ووایه؟

وزیر ویل: ساقي واېي چې د پاچا د خولې بد بوی لګیږي، ځکه ما تر خوله دسمال تاو کړی دی، پاچا ‌‌‌‌‌‌ډير خفه شو، بېګاه یې مېرمنې ته کیسه وکړله، هغې ورته ویل:

چا چې داسې ویلي دي دهغه سر غوڅ کړه تر څو نورو خلکو ته عبرت شي.

په سبا ورځ چې پاچا قصر ته راغلو جلاد یې راوغوښت، ورته ویل یې: نن چې له قصر څخه داسې سړی وتلو چې په لاس کې یې د ګلو ګې‌‌‌‌‌‌ډی وه، د هغه سر ووهه.

کله چې د ساقي کار خلاص شو، پاچا یوه د ګلو ګې‌‌‌‌‌‌ډۍ ورکړه او رخصت یې کړو، ساقي لا تر قصر نه و وتلی چې وزیر په مخه ورغلو، ورته ویل څه چل وشو؟ ساقي ویل پاچا د ګلو ګې‌‌‌‌‌‌ډۍ راکړه، وزیر ویل دا زما حق کیږي ماته یې راکړه ګې‌‌‌‌‌‌ډۍ یې ترې واخیسته، وزیر چې کله د قصر دروازې ته ورسېدلو جلاد را ونیوه سر یې ترې غوڅ کړو.

سبا ورځ ساقي بیا قصر ته راغلو، پاچا حیران شو، هغه فکر کولو چې ساقي به مړ وي. ساقي یې وروغوښت ویل یې دا دسمال دې ولې تر خوله تاو کړی دی؟

ساقي ویل: ستا وزیر زه پوه کړلم چې ته زما د خولې له بد بوی څخه تنګ یې ځکه مې دا کار وکړلو. پاچا ویل: هغه د ګلو ګې‌‌‌‌‌‌ډۍد څه کړله؟ ساقي ویل هغه چې زه بهر ووتلم وزیر رانه واخیسته ویل یې دا زما حق دی.

پاچا مُسکی شو ویل یې: ریښتیا هم د هغه حق وه.

ژباړه: حضرت محمد )خُرَم(