چهارشنبه , 24 اپریل 2024

ګونګه مطالعه

لیکوال: حکیمي

دیوه ګونګي څخه دبازار په ګڼه ګوڼه کې پلار غلط شوی ؤ ، په مخه راغئ، داسمان اوځمکې په لور به یې په شور او غوغاسره لاسونه ښورول ، دلاس دتاوولو په اشارې سره مې ورته وویل چې څه خبره ده . په زیاته قهر جنه لهجه یې دسر ویښته په موټي کې ونیول دجیب څخه یې تذکیره را ویسته  او دواړه لاسونه یې د اسمان په لور دګوتو په ښوریدا سره پورته کړل ، وروسته پوه شوم چې څوک ترې ورک دي ،طبیعي ده چې په ماشوموالي کې پلار دزوی په سر لاس راکشوي ، دغه ځانګړنه هم ددوی ترمنځ وه ، وروسته ګونګي په خپل سر لاس راکش کړو بیا یې داسمان په لور دورکې په اشارې لاسونه پورته کړل هله پوه شوم چې پلار یې ورک دی ، خو که دغه کس ګونګی نه وای دغه جملې چې ( پلار مې ورک دی ) موږ دواړه ددغه ستړيا څخه ژغورلي و.

دګونګې مطالعې مثال همداسې دی ، کله چې موږ وایو کتاب مو ملګری دی که ملګری راته غږیږي اودموږ دخواڅخه هیڅ نه ورته ویل کیږي ، ممکن د درې څلورجملو څخه وروسته به په قهرجنه لهجه راته ووایي چې ګونګی یې که څنګه ؟ لازمه ده چې دکتاب سره باید خبرې او اترې وشي ،خبرو ته یې غوږ ونیسو ، درک اوپه خبرویې غور وکړو ، پوښتنه ترې وکړو چې داخبره دې په کوم اساس کړې ؟ که داسې شوی وای څنګه به وه ؟ دکتاب سره دغسې بحث اغیزمنه مطالعه رامنځ ته کوي لوستونکی باید دلوستلوهره راتلونکې لحظه په ځان کې دبدولون شېبه وبولي ، دځان اوکتاب ترمنځ دمحاسبې قاضي جوړشي.

په ولس کې دغور ، دقت اوفکر کولو دپاره کنایي اصطلاحګانې د( زړه په سترګو دې وینم . ) یا ( دزړه په غوږو یې واوره . ) لرو ، که دکتاب هر ه کرښه دزړه په سترګو ولیدل شي اوهر غږ یې دزړه په غوږو واوریدل شي اودکتاب څخه دموضوع اړوند پوښتنې وشي لوستنه مو اغیزمنه واقع کیږي یوازې همدا مو د دارینوملګری دی  ، په رڼه لاره مو برابروي اوکه په خبرو يې  حقیقي عمل وشي په باب الریان مو وردننه کوي .