ګوګل د جعلي خبرونو پر مخنیوي ۳ سوه ملیون ډالره لګوي

ګوګل د سې شنبې په ورځ له دروغي خبرونو سره د مبارزې لپاره د ژورنالیزم د کیفیت په نوم د ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت یو پلان اعلان کړ.

د ګوګل د سوداګرۍ د چارو مشر فلیپ شیندلر (Philipp Schindler) وویل«ډېره ګرانه شوې چې په انلاین دنیا کې د کره او ناکره ترمنځ څوک توپیر وکړای شي. د تکنالوژۍ چټکه وده د د خبري صنعت په ګډون ټولو برخو ته چلینج دی.»

ګوګل خپل پلان (ګوګل خبري نوښت) وباله، ویې ویل چې پر دې پلان به په درو کلونو کې ۳۰۰ ملیون ډالره ولګوي.

دې کمپنۍ په عین حال کې وویل چې خپلو خبري شریکانو ته یې ۱۲ ملیارده او ۶ سوه ملیون ډالره ورکړي او هره میاشت یې خپروونکو ویبپاڼو ته د ۱۰ ملیارده کلیکونو لار هواره کړې ده.

کاپي………………