ګوګل وايي، هيچېرې له دوی پټ نه ياست

مشهوره کمپنۍ ګوګل مو یو ځای هم نه پرېږدي، ستاسې سمارټ فون، کمپیوټر او نورو ټولو ځایونو کې درسره ده، له همدې کبله که تاسې وغواړئ او که نه، دا کمپنۍ ستاسې د اوسېدو ځای او نور ځينې اړین مواد تر لاسه کولای شي.

کمپنۍ وايي، که تاسې حتا ولاړ شئ، د ګوګل لوکېشن او د تګ راتګ تفصیلات بند هم کړئ، بیا هم دا مالومات له تاسې تر لاسه کولای شي.

خو ګوګل دا ډاډ هم ورکوي چې دا مالومات خوندي دي او له دوی سره ساتل کېږي، نه دا چې له نورو سره شریک شي.

سرخط ورځپاڼه