ګیدړه او د قاضي چرګان «له پنده ډکه کيسه»

ژباړن : عطا محمد میاخېل
لېوه او ګیدړه له یو بل سره دوستان وو . ګیدړې له خپلې هوښیارۍ او ځیرکۍ او لېوه له خپل ډېر زور او تېرو خپړو څخه ګټه پورته کوله . ګیدړې ښکار پیدا کاوه او لېوه به هغه ښکار کاوه، نو دواړه به سره کېناستل او کوم ښکار به یې چې تر لاسه کړی و، په ګډه به یې خوړ .
له بده مرغه څو ورځې یې ښکار پیدا نه کړ، یو بل ته یې وویل : په لاره ځو، ښایي کوم څیز پیدا کړو او یو بل سره خبر وو . لېوه د چرګانو کوډۍ پیدا کړه او په ډېرې چټکۍ یې ځان ګیدړې ته را ورساوه او وې ویل : ښکار مې پیدا کړ .
ګیدړه خوشاله شوه او وې ویل : څه دې پیدا کړي، چې دومره خوشاله یې ؟ ځای یې چېرته دی ؟ لېوه وویل : په ما پسې راځه، چې در وې ښایم . لېوه مخکې او ګیدړه ورپسې، یوه کورته ورسېدل او لېوه د چرګانو د یوې سترې کوډۍ ترڅنګ ودرېده، ګیدړې ته یې مخ ور واړاوه او وې ویل : دا هم هغه ښکار، وګورم چې څه کوې . ګیدړه چې ډېره وږې شوې وه، په ډېرې چټکۍ کورته ور ننوته او ځان یې د چرګانو کوډۍ ته ورساوه، په یوه ګوښه کې یې ځان پټ کړ، ترڅو په یوه مناسب فرصت کې د چرګانو په کوډۍ باندې برید وکړي . د چرګانو په کوډۍ کې څو چاغو چرګانو او چرګو شتون درلوده؛ د کوډۍ دروازه خلاصه وه او هغې کولای شول، چې په ډېرې آسانۍ یو له چرګانو څخه ښکار او وتښتي، مګر ناڅاپه د ژور فکر په سمندر لاهو شوه او له ځان سره یې وویل : دروازه خلاصه او په کوډۍ کې چاغ چرګان، نو لېوه ولې په خپله په کوډۍ باندې برید نه دی کړی ؟ تر اوسه ما ښکار پیدا کاوه او هغه به ښکار کاوه، نو اوس څه پېښ شوي، چې هغه دومره خوندور ښکار لیدلی، مګر کوم کار یې نه دی ترسره کړی او ما پسې راغلی . پرته له شکه کوم خطر په کمین کې دی، نو غوره ده، چې بې ګودره په اوبو ور ګډه نه شم . ګیدړه له دې فکر سره لېوه ته ور وګرځېده، لېوه چې ګیدړه یې تش لاس ولیده، نو په غوسه شو او وې ویل : زه پوهېدم، چې د یوه چرګ د ښکار کولو وړتیا هم نه لرې . ولې تش لاس بېرته را وګرځېدې ؟ ګیدړې وویل : هېڅ نه دي شوي، یوازې غواړم، په دې باندې پوهه شم، چې دا کور او د چرګانو کوډۍ د چا ده او څښتن یې ولې د کوډۍ دروازه پرانیستې پریښې ده ؟
لېوه وویل : دا د ښار د قاضي کور دی، چې پرته له شکه د کار ګر یې د کوډۍ د دروازې تړل هېر شوي دي . دا چې ګیدړې د قاضي نوم واورېده، نو وتښتېده . لېوه حیران شو او په ګیدړې پسې یې منډې کړې، څو چې ور ورسېده او له هغې څخه یې وپوښتل : ولې تښتې څه پېښه شوې ؟ ګیدړې وویل : وږې پاتې شم ښه ده، نه دا چې د قاضي د کور چرګ وخورم، کله چې قاضي په دې باندې پوه شي، چې ما یې د کور چرګ غلا کړی، نو خلکو ته به ووایي، چې د ګیدړې غوښه حلاله ده، نو خلک به هم د دې حکم په اورېدو د ګیدړو په لټه کې شي او د ګیدړو نسل به د ځمکې له مخ څخه د تل له پاره ورک کړي . وږې پاتې شم ښه ده، نه دا چې خپل نسل، نسب او ریښه له منځه یوسم .