دغې ادارې د کابل وروستي برید ته په اشارې ویلي چې وسله وال مخالفینو له لوري د روزنیزو تاسیساتو په نښه کول قصدي عمل او جنګی جنایت دی
یوناما په دغه بیان کې له مخالفو وسله والو غوښتنه کړې چې د ملکي وګړو ژوند ته دې پاملرنه وکړي او پر روزنیزو تاسیساتو دې بریدون نه کوي
د یادونې وړ ده چې، د جمعې په ورځ سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د کابل پوهنتون جنوبي دروازې مخې ته چاودنه وشوه چې، پکې اته تنه مړه او ۳۳نور ټپیان شول.