پنجشنبه , 25 اپریل 2024

یوه رایه د یو ملت راتلونکې!

لیکنه: محمد مبین هڅاند

یوه رایه چې په حقیقت کې د یو ملت راتلونکې ټاکي نو په همدې خاطر باید چې د ملت هر وګړی چې نر دی او یا هم ښځه باید خپله رایه داسې یو شخص ته ورکړي چې د ملت او هېواد د هر درد څخه خبر او د خبرېدو ترڅنګ د هغو دردونو له پاره د ملهم پټۍ هم له ځان سره ولري نه دا چې د ملت او هېواد د دردونو څخه خبر خو بیا یې په هغو زخمونو د کامیابۍ څخه وروسته مالګه اچوي او د هغوي په وژنو او ژوبلولو یې تجارت روان کړی وي رایه زمونږ د ( ملت) هغه واک او مسولیت دی چې د ظالم د ظلم څخه ورباندې ځانونه

خلاصولای شو.

د هغو ښکر لرونکو چارواکو چې د ملت په وینو یې لاسونه سره دي او بچي یې په بهرنیو هېوادونو په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کوي او دوي د ملت د بچیانو په سرونو تجارت کوي کولای شو چې ماتې ورکړو او د هغو زرګونو جریبونو ځمکو چې د ملت د ي او دوي غضب کړې دي پوښتنه وکړو .

د رایې استعمال لپاره د هویت تذکره او ثبت احوال په مرکز کې ځانونه ثبتول اړین دي، کله چې د هویت تذکره ولرو او ځان مو د ثبت احوال په مرکز کې ثبت کړ بیا کولای شو چې د اتخاباتو په ورځ خپله رایه په هماغه مرکز کې استعمال کړو.

رایه زمونږ د (ملت) هغه لوي واک او مسولیت دی چې ټول چارواکي یې ملت ته اړ کړي دي او د همدې یوې رایې په واسطه کولای شو چې د هغو غلو، فسادګرو، قاتلانو، بې علمه ، نااهله او د هغو چارواکو څخه ځانونه وژغورو چې تل یې ملت په غم اخته کړی او د هغوي د بچیانو په سرونو یې خپلې لوړې، لوړې ودانۍ جوړې کړې دي له یاد قسم چارواکو له ظلم او بربریت څخه ځانونه وژغورو او د کړي ظلم ورڅخه پوښتنه وکړو .

رایه هغه څه ده چې که یو اهل کس ته وسپارل شي د همدې یوې رایې پواسطه کولای شو چې ناامني په سولې، کمزوری اقتصاد په خپل ځان باور، بېکاري په روزګار، تیاره په رڼا، وېره په ډاډ او باور،ناامیدي په امید ، دښمني په ورورۍ او یوه تیاره راتلونکې په یوې روښانه راتلونکې بدل کړو .

راځئ :ګرانو هېوادوالو د دې کار د ترسره کولو له پاره د هر څه لومړی باید ځانونه د رایو د ثبت په مرکزونو کې ثبت کړو ترڅو په راتلونکو انتخاباتو کې خپله راتلونکې په خپلې یوې رایې سره وټاکو او د ټولو نااهله چارواکو له ظلم او بربریت څخه ځانونه خلاص کړو دې ټولو ناخوالو څخه د خلاصېدو یواځینۍ لار په اول قدم کې د رایو د ثبت په مرکزونو کې ځانونه ثبتول دي او بیا د انتخاباتو په ورځ خپله رایه یو امانتدار، د ملت او هېواد ګټو ته ژمن، تعلیم لرونکي، د ملت په غم غمجن او په خوشحالۍ خوشحالېدوکي شخص ته ورکړو.