یوې پیغلې د ځوان سره مینه درلوده خو ولې یې انکار ترې وکړ

ځوان په یوه تحصیلي بورس کې امریکې ته لاړ، له تلو سره سم یې له یوې انجلۍ سره مینه پیدا شوه!!

تل به یوځای ګرځیدل، شراب یې څښل او عبسیاتو کې اخته وو، هلک له پلار نه وپوښتل چې دغې انجلۍ سره واده کوم؟؟

پلار یې د دین پوښتنه ځینې وکړه؟

هلک ویل چې هغه دین نلري ملحده ده!!

پلار یې ویل واده به ورسره نه کوې مګر دا چې هغه مسلمانه شي، کله چې انجلی خبره شوه، هلک ته یې ویل ستا لپاره مسلمانیږم!!

هلک لاړ او د اسلامي مطالعې کتابونه یې ورته راوړل، او انجلي په مطالعه پیل وکړ!!

هلک د شیبو په انتظار وو، هر وخت به یې ترې پوښتنه کوله ، درې میاشتې وروسته د انجلی اسلامي حجاب پر تن وو او زیری پرې وکړ چې مسلمانه شوې!! هلک ډیر خوشحاله شو او د واده کولو موضوع یې بیا یاده کړه؟؟

انجلی ځواب ورکړ اوس له تاسره واده نه کوم، ځکه هغه څه چې مې په اسلام کې ولوستل په تا کې نشته، ته خو اصلا مسلمان نه یې، نو ځکه زه غواړم له یوه مسلمان سره واده وکړم!!

===== سوچ وکړه: چی صرف په نوم مسلماني نه په دنیا کې د بریالیتوب وسیله ده او نه په اخرت کې. له نورو دوستانو سره یی هم شریک چی هغوی تری هم عبرت ترلاسه کړې…

یا اللهﷻ!!!

زموږ زړونه ستا په مینه داسې ډک کړې چې نور څوک مو هېر شي، کله چې تا یادوو او عبادت دې په داسې حال کې کوو لکه تا چې وینو، تر هغه مهاله چې زموږ د مړینې وخت را نژدې شي او په ډکه خوله ووایو: (لَا إِلَٰهَ إِلَّا اللّٰهُ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللّٰه)…

کاپي…