پنجشنبه , 28 مارچ 2024

یو شمیر بنسټونه دټاکنو خپلواک کمیسیون غړي په ناغیړۍ تورنوي

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي په خپلو کارونو کې په ناغیړۍ تورن وي او وایي چې همدغه ناغیړي د دې لامل شوي چې ټاکینز کارونه وځنډوي

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي له څارونکو بنسټونو غواړي چې د دغه کمیسیون پر غړو دې د نیوکو پر ځای په افغان حکومت فشار راوړي څو د دغه کمیسیون طرحو ته په خپل وخت ځواب ورکړي

د ټاکنیزو حوزو د تعینولو طرحه ۱۱ میاشتې کیږي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته استول شوې ده خو تر اوسه یې د طرحې په اړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته هیڅ ځواب نه دی ورکړل شوی

د ټاکنو کمیسیون مسولین وایي چې د دې طرحې په اړه د حکومت خاموشۍ دوی ته کاري ستونزې پیدا کړي کړي دي

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیال د دې بنسټ د دارالانشا د نوي رییس د غوره کولو په اړه وايي دا څوکۍ به ډېر ژر اعلان ته ورکړل شي او په یوه میاشت کې به یې برخلیک هم روښانه شي.

څارونکي بنسټونه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د طرحو او لیکونو د نه ځوابولو په غبرګون د دې کمېسیون غړي د خپلو واکونو په کارولو کې ناتوانه بولي.

د دې طرحې له مخې ولایتونه د وګړو او هغو څوکیو له مخې چې په ملي شورا کې یې لري په ټاکنیزو حوزو ویشل کیږي او کابینه باید دا طرحه رد یا تایید کړي

 

جان اغا صالح