سه شنبه , 23 اپریل 2024

۴۲ هغه لارې چارې، چې ستاسو شخصیت ته پرمختګ ورکولای شي

ژباړه: حضرت عثمان نوري

د انسان ژوند تر هر څه ډېر ارزښت لري، ځکه خو ورته روښانفکره اشخاص تر هر څه ډېره پاملرنه کوي، ددې لپاره چې تاسې خپل شخصیت ته پرمختګ ورکړئ، دلته ځیني ګټورې لارې چارې شته، که تاسو یې عملي کړئ؛ ثمره یې ډېر ژر لیدلای شئ.

لومړی: هره ورځ یو کتاب ولولئ.

دوهم: د نوې ژبې د زده کولو په هڅه کې شئ.

دریم: کوم کار چې کوئ، په لېوالتیا سره یې وکړئ.

څلورم: په یو اکاډمیک (ښوونیز) مرکز کې ګډون وکړئ.

پینځم: د یو نوې فکر په لټه کې شئ.

شپږم: ډار او وېره مه کوئ.

اووم: په خپلو وړتیاوو او مهارتونو وویاړئ او مینه ورسره وکړئ.

اتم: له خوبه سهار وختي پورته شئ.

نهم: د اوونۍ فعالیتونه مو وارزوئ.

لسم: خپل ژوند سره مینه وکړئ.

یوولسم: د خپلو راتلونکو موخو لپاره ځانته یو هدفي لیک ولیکئ.

دولسم: زیات وخت له موافقو (همفکره) خلکو سره واوسئ.

دریارلسم: په ښوونیزه برخه کې بل ملګري ته چیلینج ورکړئ؛ ځکه ستاسو لپاره دا یوه ګټوره پروسه تمامېدای شي.

 

څوارلسم: ځان ته مو یو روښانه هدف وټاکئ.

پینځلسم: مثبتو تبصرو ته خوشبینه اوسئ.

شپاړسم: د فعالیتونو لېست ته په پام سره خپلې چارې مه ځنډوئ.

اوولسم: زړه مه وهئ او زړور اوسېدل غوره کړئ.

اتلسم: نیمګړتیاوې مو وپېژنئ.

نولسم: د کار ارادې ته نه بلکې عمل ته یې خوشحاله اوسئ.

شلم: له هغو اشخاصو زده کړه وکړئ، چې د زده کړې تر څنګ مو روحیه پیاوړې کوي.

یوویشتم: له بدو عاتونو لاس واخلئ.

دوه ویشتم: د ښو عادتونو د خپلولو په لټه کې اوسئ.

درویشتم: د منفياتو ځان وساتئ، او له هغو خلکو سره هم ناسته پاسته پرېږدئ، چې منفیات خپروي.

څلوریشتم: د بېلابېلو پوهانو زده کړه وکړئ.

پینځه ویشتم: که د څنګ ملګری مو پر څه پوهیږي، هغه هم ستاسو استاد بلل کیږي، نو زده کړه ترې وکړئ.

شپږ ویشتم: ژوند د یو کتاب په څېر دی، هره ورځ ترې یوه پاڼه درس ولولئ.

اوویشتم: د خپل ځان د پرمختګ په اړه له هر ډول قانوني لارو چارو ګټه واخلئ.

اتم ویشتم: ځان ته مو یو رهبر یا پند ویوونکی پیدا کړئ او مشورې یې عملي کړئ.

نهه ویشتم: د بنډار پروګرامونه کم کړئ او بچت وخت په خپلو بوختیاوو مصرف کړئ.

 

دېرشم: معیاري وخت کمپیوټري لوبو ته ځانګړی کړئ.

یودېرشم: ډېر تلویزون تعقیبول پرېږدئ.

دوه دېرشم: هره ورځ مو خپل چال، چلند (سلوک) ته پام وکړئ.

دري دیرشم: ځان ته مو یو منظم پلان جوړ کړئ.

څلور دیرشم: ځان ته مو د بېلابېلو سیمو مېلمانه دعوت کړئ، او عمومي زده کړه ترې وکړئ.

پینځه دیرشم: د داسې ملګرو د موندنې هڅه وکړئ چې ستاسو هم مسلکي وي.

شپږ دیرشم: تېر ته فکر وکړئ او پند ترې واخلئ.

اووه دیرشم: سختي وزغمئ، ځکه اسانه کارونه هر څوک کولای شي، تاسې باید سخت کارونه وکړئ.

اته دیرشم: د خپلو ګاونډیانو او ملګرو سره مهربانه ژوند غوره کړئ، ځکه ژوند د مینې نوم دی او باید په مهربانۍ سره یې ورځې شپې صبا کړئ.

نهه دیرشم: له هغو خلکو واټن واخلئ، څوک چې له تاسې سره کرکه لري.

څلوېښتم: په کاري بوختیا کې د ستومانۍ پر وخت یو لنډ بریک (دمه) واخلئ.

یوڅلوېښتم: کم تر کمه په ورځ کې د پيژندل شوې شخصیت یو ژوند لیک ولولئ.

دوه څلوېښتم: شخصیت سره مو د پرمختګ ژمنه وکړئ.