چهارشنبه , 17 اپریل 2024

۹۰۷ تنه په ټاکنو کې د درغلیو په جرم عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر مولوي دین محمد عظیمي نن سې شنبه په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې رسنیو ته وویل، تر اوسه پورې یې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د هېواد په سطحه د ثبت شویو ۴۵۳۸ شکایتونو له جملې څخه ۴۳۶۲ مواردو په اړه فیصله کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د څېړل شوو شکایتونو له مخې ۱۸۱۷ محلونو د رایو د بیا شمېرلو پرېکړه شوې ده او ۷۷ نور محلونه چې د ټاکنو په ورځ یې د امنیتي ستونزو له له امله د تړل کېدو راپور ورکړل شوی و، رایې باطلې اعلان شوي دي.

عظیمي زیاته کړه، چې د ثبت شوو شکایتونو د څېړلو له مخې ۵۰ تنه نقدي جریمه شوي او ۸ تنه له خپلو دندو څخه ایستل شوي دي.

نوموړي وویل: (( په ثبت شوو شکایتونو کې ۹۰۷ یې داسې شکایتونه وه، چې له مخې یې ۹۰۷ تنه په ټاکنو کې د درغلیو په جرم عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي))

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امریکا سفیر د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته تللی و او هلته یې د شفافو او عادلانه ټاکنو پر پرېکړه ټینګار کړی و.