پنجشنبه , 28 مارچ 2024

‎معده مو درد کوي؟

خولې ته مو تروې یا ترخې اوبه راځي؟

‎سحر چې له خوبه پاڅیږئ د خولې مزه مو ترخه وي؟

‎دوامداره قبضیت او د خیټې بادونه لرئ؟

‎کله نا کله مو په ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو کې وینه لیدلې او یا یې رنک تور وي؟

‎ددې ټولو پوښتنو د ځوابونو لپاره لاندې مطلب غور سره ولولئ!

‎د معدې زخم

‎کله چې د معدې درد دوامداره شي نو د نورو مدهشو پایلو ترڅنک د معدې د زخم په هکله هم باید فکر وکړو.

‎د_معدې_د_زخم_نښې:

‎لمړی:دردونه

‎کله چې د معدې داخلي دیوال زخمي شي نو د سوزش یا سوخت په څیر خفیف دردونه لري،دغه دردونه کټ مټ د هغو پوښتیو پر سر چې معده یې پوښلې احساس کیږي،ځینې وخت دغه دردونه د سینې د قفس چپ اړخ ته احساس کیږي چې پداسې حالاتو کې ‌‌‌‌‌‌ډیری ناروغان غکر کوي د زړه په رنځ آخته دي مګر داسې نده د معدې دردونه هم په نوموړي ساحه کې محسوس کیږي.

‎دغه دردونه د خوړو تر خوراک وروسته لا پسې شدید شي، بالحصوص د شپې لخوا او معمولاً دغه ناروغان چې کله سحر له خوبه راپاڅي نو خوله یې بد بوی کوي،ټوله مرۍ یې سوخت کوي او د سر ګنګسوالی هم لري.

‎دویم: له معدې د خوړو مرۍ ته پورته کیدل

‎هغه ناروغان چې د معدې په زخم آخته دې ‌‌‌‌‌‌ډیری وخت د یوې بلې ناروغۍ سره هم لاس او ګریوان کیږي چې موږ په طبي اصطلاح Gastroesophagel reflux disease بولو په نوموړې ناروغۍ که د معمول خلاف هغه خواړه چې د مرۍ له لارې معده ته ورتتلی بیرته له معدې مرۍ ته راپورته کیږي،او ان تر خولې پورې هم راځي چې ناروغ معمولا ترشې اوبه یا تیزابي ذایقه لرونکی احساس پیدا کوي.

‎ددې ترڅنګ دغه خواړه چې له معدې بیرته مرۍ ته راپورته کیږي د معدې په تیزابو ملوث یا ککړ وي نو د بیرته راپورته کیدو په صورت کې د مرۍ د دیوالونه د تخریش سبب ګرځي او که ځن‌‌‌‌‌‌ډنی شي په مهلکو ناروغیو او حتی د مرۍ د سورۍ کیدو سبب ګرځي. که یې درملنه ونکړو همدغه حالت مو د مرۍ په سرطان آخته کوي!ښایې سوال مو ذهن ته راولاړ شي چې د مرۍ سرطان څنګه؟

‎که باربار د معدې محتویات مرۍ ته راپورته شي نو د معدې د داخلي دیوال حجرات مرۍ ته د راپورته کیدو میلان پیدا کوي او که بلاخره د معدې حجراتو په مرۍ کې ځای ونیوه او هلته یې خپل فعالیت ته دوام ورکړ نو دا یو نیمه سرطاني حالت ده چې مونږ یې په طبي اثطلاح Barrett’s esophagus بولو او د وخت په تیریدو همدغه ناروغي د مرۍ په سرطان چې Adenocarcinoma esophagus نومیږي بدلیږي.او له بده مرغه نوموړی سرطان تر ننه پورې لاعلاجه ده

‎دریم: تورې کانګې یا ‌‌‌‌‌‌ډیری وخت وینه لرونکي کانګې:

‎ښکاره خبره ده چې له زخم نه به وینه بهیږي نه اوبه که چرته مو معده کي زخم موجود وي نو له هغه زخمه به هرو مرو وینه بهیږي او له غذتیي موادو سره به ګ‌‌‌‌‌‌ډه و‌‌‌‌‌‌ډه او بلاخره د استفراق په ذریعه به د ملاحظې وړ ګرځي.

‎څلورم:تور رنګه بولې

‎هغه ناروغان چې د معدې ټپ لري د هغو ناروغانو غایطه مواد تور یا قهي رنګ لري ولې؟

‎ځکه چې له نوموړي ټپه وینه رابهیدلې او له غذایي موادو سره يوځای وړو کولمو نه سترو کولمو او بلاخره له هغه ځایه د مقعد پواسطه اطراح کیږي.

‎پدغه جریان کې وینه،غذایي مواد او د صفرا کیسې افرازات سره ګ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډ کیږي او بلاخره غایطه موادو ته تور رنګ ورکوي.

‎پنځم: د اشتها نشتون

‎هغه ناروغان چې د معدې په زخم آخته دي هغوئ د ‌‌‌‌‌‌ډیرو لږو خوړو وروسته د مړښت احساس کوي.

‎طبیعي خبره ده چې له نورمالې کچې په دایمي توګه کم خواړه د بدن ورځني احتیاجات نشي پوره کوی او همدغه وجه ده چې نوموړي ناروغا‌‌‌‌‌‌ډیر ژر وزن له لاسه ورکوي.

‎شپږم: دوامداره قبضیت

‎د_د_زخم_عوامل_یا_اسباب:

‎دمعدې زخم هغه وخت رامنځته کیږي چې د معدې دمخاط (داخلي پوښ ) د مقاومت او دتیزابي ترشحاتو ترمنځ انډول یا تعادل خراب شي په نیتجه کې دهاضمي سیسټم دفاعي عوامل ګډوډیږي او دمعدې زخم یا ټپ رامنځته کیږي دمعدې اسید ډیر قوي دي چې هرڅه هضمولاي شي خو د معدې مخاط هم دومره مقاومت لري چې په خپلې معدې دددغو تیزابو دناسم اغیز مخه نیسي کله چې دغه دفاعي حالت خرابه شي نو معده زخم شي .

‎نن سبا دمعدې په زخم کې دهیلیکوباکټر پيلور (H pylori). په نامه دیوه مکروب شتون ثابت شوی دی چې دمعدې دزخم اتیا (80)%فیصده علت همدا میکروب دی خو پردې سربیره ځینې درمل لکله بروفین ، اسپرین ، او نور التهاب ضد درمل دغه راز سترس او روحي فشارونه دمعدې په زخمونوکې اغیزمن دي هغه کسان چې دمعدې زخم لري باید حتماً ددغه میکروب پلټنه پکې وشي کله چې دغه میکروب ثابت شي او ناروغ ته انټي بیوټیک ورکړل شي نو د معالجې په وړاند ې ډیرژر غبرګون ښيي او مثبته نتیجه ترې ترلاسه کیداي شي .البته دغه میکروب ښايي د ډیرو روغو کسانو په معده کې هم موجود وي خوله دې چې دهغوي د معدې د مخاط او اسید ترمنځ تعادل نه وي خراب شوی نو دمعدې زخم نه پیدا کوي .

‎ځینې درمل هم د معدې د زخم سبب ګرځي لکه د NSAID کورنۍ او ددغې کورنۍ یو ټابلیټ چې ‌‌‌‌‌‌ډیر کارول کیږي د بروفین په نامه یادیږي

‎د نس پړسوب،دوامداره قبضیت،د زړه بدوالی او سر ګنګسوالی د معدې د زخم نورې نښې دي.

‌‌‌‌‌لیکوال: ډاکټرنویدخپلواک