آیا غواړئ چې یو ښه مدیر شئ؟

 

د یو ښه مدیر لپاره ما ځینې مهارتونه په ګوته کړي چې واقعاً د یو مشر، مدیر، او رهبر سره کومک کولای شي چې په یوه اداره او یا ټولنه کې یو مؤثره  مدیر شي، مخکې له دې چې د هغو مهارتونو یادونه وکړو کوم چې د یو ښه مدیر په جوړیدنه کې کلیدې رول لوبوي اړینه ده چې مدیر او مدیریت وپیژنو.

مدیر: د یوې ټولنې، ادارې او یا د خلکو د یو ګروپ د کنټرول مسؤل ته مدیر ویل کیږي.

مدیریت: د یوې ټولنې، ادارې او د خلکو ټولې د کنټرول فن ته مدیریت وایي او یا د پلان جوړیدنې، تشکیلیدو، د خلکو د کنټرول، او د هغوی د تشویقولو فن ته مدیریت وایي.

دا چې هر مدیر غواړی چې خلک ترې راضي او د ادارې اهداف یې ترلاسه کړي وي نو ضروري ده چې ځینې خواص، مهارتونه، او صفات په ځان کې پیداکړي تر څو دواړه مقصدونه یې په ښه توګه سرته ورسیږي.

لاندې ځینې مهارتونه دی د کوم په مرسته چې مدیر کولای شي څو خپل کاریګر له ځانه او کاره راضي کړي او هم د ادارې عامه هدفونه تر لاسه کړي.

۱-: عاقلانه مدیریت کول

دا چي مدیر د ادارې او خلکو د کنټرول مسؤل ګڼل کیږي نو په کار ده چې مدیریت یې عاقلانه وي، داسې مدیریت تر سره کړي چې د ادارې هدفونه تر لاسه او د کاریګرو غوښتنې یې په ځای کړې وي، د مدیر څخه باید هیڅ داسې کوم کار پټ ترسره نشي چې ادارې یا ټولنې ته په زیان وې، او که کوم مشکل پیښیږي نو د ختمولو لپاره یې عاقلانه تصمیم نیول د ښه مدیریت نښه ده، مدیر باید د کاریګرو، دهغوی د کار، او د سپارل شوېو وظیفو څخه آګاه او باخبره وي.

۲-: د اهدافو (مقاصدو ) مقررول

دا چې هره ټولنه ، اداره د ځانګړو اهدافو لپاره جوړیږي او د ټاکلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار کوې، پیسې په مصرف رسوي نو مدیر ته په کار ده چې د کمپنئ د عامه هدفونو د ترلاسه کولو لپاره پلان جوړ کړي او د لاسته راوړلو لپاره یې کار وکړي، هر مدیر باید ځانته مشخص، د اندازه کولو وړ، لاسته راوړونکی او رسیدونکې پلان ولري کوم چې د عامه اهدافو د لاسته راوړلو لپاره کومک کوي، مثال، د مالي چارو مسؤل باید خپل ځانګړی پلان ولري کوم چې د ادارې د پلان په لاسته راوړلو کې مرسته کوي.

۳-: مؤثر افهام وتفهیم

د معلوماتو د شریکولو، کاریګرو د نوو وظیفو د سپارلو، د ادارې یا ټولنې بهر خلکو سره د اړیکو د نیولو، د پیغام د رسولو او د تازه راپورونو د شریکولو لپاره په یوه ټولنه او اداره کې مؤثر افهام و تفهیم ډیر اړین دی، په کومه کچه چي مفاهمه مؤثره وي په هماغه کچه به د ادارې، او ټولنې عامه اهداف زر تر لاسه کیږي. نو په یوه ټولنه کې باید مدیر ښه افهام و تفهیم وکولی شی تر څو پورته ذکر شوي کارونه په ښه توګه تر سره شي.

۴-: کاریګرو ته وخت ورکول

لکه چې پورته مو وویل چې په یوه ټولنه یا اداره کې مفاهیمه تر ډیره اړینه او ضروري ده، نو د همدې لپاره باید مدیر کاریګرو او ټیټ رتبه خلکو ته وخت ځانګړی کړي تر څو کاریګر راشي او خپلې غوښتنې او ضرورتونه ترې وغواړي،  او مدیر ته په کار ده چې د کاریګرو غوښتنې د امکان په صورت ومنل شي.

۵-: اعتراف کول

هره ټولنه، اداره، مدیر او کاریګر کوښښ کوي تر څو ورسپارل شوې کار په ښه توګه تر سره کړي او خپل هدف ته ځان ورسوي، خو متاسفانه کله چې کوم کاریګر خپل کار په مؤثر ډول تر سره کړي، ځینې مدیران یې په لاسته راوړنو اعتراف نکوي، نو د یو ښه مدیر نښه داده چې د کاریګرو او لوړرتبه مامورینو په لاسته راوړنو یې اعتراف وکړې او په راتلونکې کې یې هم د ورته شان کارونو ته وهڅوې.

۶-: د مشکلاتو حل لټول

کله کله په یوه ټولنه یا اداره کې مشکلات پیداکیږي نو لکه څرنګې چي هر مشکل (که سخت ولې نه وي) د حل مختلفې لارې لري نو یو ښه مدیر کوشش کوي چې د مشکل وروستئ حل پیدا کړي، یو ښه مدیر ته په کار ده چې مشکل ته داسې د حل لاره ولټوي چې مؤثره، مفیده او کم مصرفه وي، او که مشکل سخت وي بیا دې هغه لار ولټوي کومه چې ډیره مفیده وي، مدیر دې د مشکل په رفع کولو کې تاخیر نکوي او زر تر زره دې ختموي.

۷-: جدیت او غوصه

دا چې یوه ټولنه یا اداره د انسانانو د یو ځاې کیدو څخه جوړه شوي وي نو طبیعی ده چې انسان ته په ځینو مواردو کې مشکلات پیداکیږي. مثلا کله یو کاریګر مریض کیږي او کار نشي کولای، کله د ځینو مشکلاتو له امله ناوخته کیږي او کله بیا د ورپیښو شوو مشکلاتو له امله د کاره وختي ځې نو پداسې حالاتو کې مدیر ته په کار ده چې کاریګر، یا کارمند ته غوصه او یا جدي نشي، یو ښه مدیر ته په کار ده چې د کاریګر مشکلات واوري او د امکان په صورت کې یې هر اړخیزه مرسته وکړي.

اسدالله مبارز