اروزګان کې د طالب قومندان په ګډون ٦ وسله وال ووژل شول

د اروزګان سیمه ییز چارواکي وايي تېره ورځ مازيګر شاوخوا څلور نيمي بجې د ترینګوټ ښار اړوند په خانقا سيمه کي د وسله والو طالبانو پر يو موټر د بهرنو ځواکونو د بې پيلوټي الوتکي له لوري بريد شوى دى.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايې چي د دغه برید پر مهال يې د يو قومندان په ګډون شپږ (٦) وسله وال وژل شوي دي.

نایاب زیاته کړه چي وژل شوي کسان د طالبانو يو اکمالاتي ګروپ وو چي په سيمه کي يې خپلو اړوندو وسله والو ته اکمالات کول او پرې بريد تر سره شو.

هغه وايې چي د بې پيلوټي الوتکي په دې جمله کي رينجر موټر، وسلي او مهمات هم له منځه تللي دي.

نوموړى وايي، بهرني ځواکونه د ترينکوټ ښار په بېلابېلو سيمو کي هوايي بريدونه کړي چي ډېر ګټور ثابت شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو ددي پېښي په اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا په داسي حال کي ده چي څو ورځي وړاندې هم په دغه ولایت کي د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کي شپږ وسله وال وژل شوي وه او د اروزګان د پولیسو دامنیت امر عبدالقوي او ورسره دوه ساتونکي پولیس هم ټپیان شوي وه.