اروپايي ټولنې د فیسبوک اداره ۱۱۰ میلیونه ډالر جریمه کړه

د اروپايي ټولنې د کمیسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، فیسبوک له دې امله جریمه شوی چې ددغه کمیسیون غړو ته یې دروغ ویلي دي.
دوی وايي، فیسبوک ژمنه کړې وه، چې د خپلو ګڼو شبکو لکه، واټس اپ، انستاګرام، فیسبوک یا نورو ورته شبکو معلومات به له یو بل سره نه ګډوي. خو وروسته لیدل شوي، چې د کاروونکو د واټس اپ معلومات یې له فیسبوک سره یو ځای ښودلي دي.
یا هغه نمبر چې خلکو مسنجر ته ورکړی تر څنګ یې د هغه ملګري ته د هغه واټس اپ هم ښودلی چې په همدې نمبر جوړ شوی.
د اروپايي ټولنې په وینا فیسبوک دا حق نه لري چې یوه کاروونکي ته د بل کاروونکي د ورته اکونټونو وړاندیز وکړي.