پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ارګ:د داعش پر ضد دطالبانو ملاتړ دروسیې لویه تیروتنه ده

 

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د وروستیو څرګندونو په اړه ویلي، روسیه په خپلو څرګندونو په غیر مستقیمه توګه دا وايي، چې ګواکي د وسله والو طالبانو ملاتړې ده. د مرتضوي په وینا روسیه دې په دې پوه شي چې د یوې ترهګرې ډلې پر وړاندې د بلې ترهګرې ډلې پياوړي کول ستره تېروتنه ده. مرتضوي زیاته کړې، په حقیقت کې طالبان ددې سبب شوي چې داعش غوندې ترهګرې ډلې په افغانستان کې حضور پيدا کړی او د خپل فعالیت کړۍ پراخه کړي. د مرتضوي په وینا افغان حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پیاوړی دی، د داعش ډېری مشران دلته وژل شوي او دغه ډله ځپل شوې ده. دده په وینا روسیه دې د ورته څرګندونو پر ځای د افغانستان له قانوني حکومت سره دداعش او نورو ترهګرو ډلو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و، که امریکا له داعش سره په مبارزه کې پاتې راشي نو دوی اړ دي چې پر نظامي اقدام لاس پورې کړي.