ارګ دامریکایي پلاوې سره په بېلابېلوبرخوکې دګډوهمکاريو په اړه خبرې وکړې

د امریکا سناتورانو یو پلاوی په کابل کې د افغان ولسمشر په شمول له لوړ پوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پر دهمکاریي کولوژمنه وکړه.

د ولسمشراشرف غني یو ویاند دواخان مینه‎ پال وایې ، د تیره  ورځ دواړو لوریو په ارګ کې په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول په امنیتي، اقتصادي، پانګونې او د پوهنې پر مسایلو بحث او خبرې وکړې.

ښاغلي مینه‎ پال زیاته کړه، له دې سناتورانو سره په کتنه کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او نور افغان چارواکو هم برخه لرله.

امریکايي سناتوران په داسې حال کې له افغان ولسمشر سره ګوري چې نوموړی تازه په مونېخ کې په نړیواله امنیتي غونډه کې له ګډون وروسته افغانستان ته ستون شوی، چېرې چې ولسمشر غني هڅه وکړه، د نړیوالو پاملرنه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد روانې جګړې او د ترهګرۍ ځالو ته واړوي.