ارګ: د مهمند د نیولو په اړه د بلخ له والي او امنیه قوماندانه څېړنې پیل شوي

د بلخ د ولایتي شورا د یوه غړي د نیونې د څرنګوالي حقیقت موندونکي پلاوي په دې اړه خپلې څېړنې د بلخ له والي او امنیه قوماندان څخه پیل کړي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ په هوايي ډګر کې د بلخ د ولایتي شورا د یوه غړي اصف مهمند تر نیولو وروسته د لویې څارنوالۍ د یوه مرستیال په مشرۍ پلاوي وټاکه څو دغه قضیه وڅېړي.

د بلخ د ولایتي شورا د دغه غړي د نیولو په اړه له رسنیو سره ډول-ډول معلومات او څرګندونې شریکې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو په دې نیونه کې هېڅ رول نه درلود.

یوې باوري سرچینې رسنیو ته ویلي چې ښاغلی مهمند د عطا محمد نور د ساتونکو له‎خوا نیول شوی او بیا ملي امنیت ته سپارل شوی دی.

خو د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد تېره ورځ ادعا وکړه چې اصف مهمند په اداري فساد، جعل او تذویر تورن دی او د سې شنبې په شپه د لویې څارنوالۍ په امر د بلخ د پولیسو له لوري ونیول شو.

خو د لویې څارنوالۍ ویاند وايي چې دوی د اصف مهمند د نیولو لپاره هېڅ ډول مکتوب نه‎دی صادر کړی.

تازه د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد رسنیو ته وویل چې د بلخ والي د حقیقت موندنې له پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې یاد پلاوی باید قضیه په بې طرفۍ او د فشارونو تر اغېز لاندې له راتللو پرته وڅېړي.

له بلې خوا د اصف مهمند ورور مصطفی مهمند وایې، دوی د عطا محمد نور د لېرې کېدو او محاکمې غوښتونکي دي.

د نوموړي په خبره که حکومت دغه غوښتنه ونه مني نو سړکونو ته به ووځي او مظاهرې به وکړي.